اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړۍ يو نيم ارب مسلمانانو له په كوم بلاك كښې تقسيمېدو او په شخړو كښې د ښكېل كېدو په ځائ امن لپاره خپل طاقت څرګندول پكار دي، په بنيادي مسئلو به او آئي سي له يو متحده فرنټ جوړېدل وي، مونږ د شخړو نه بلكې د امن شراكتدار يو٬ په نړۍ كښې اسلام صرف هم يو دے٬ اسلامي دود دستور ته چې كوم ډول خطرې دا مهال دي په ماضي كښې نه وي، د دې تحفظ لپاره اقدامات كول دي، د نړيوالو قوتونو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو باوجود د فلسطين او د کشمير مسلمانانو د بنيادي حقونو څخه محروم ساتلے كېږي، د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره پنځلسم مارچ په نړيواله توګه د لمانځلو تاريخي قرارداد منظورېدل اسلامي نړۍ لپاره لويه كاميابي ده، اسلامي هېوادونو له پخپله خارجه پاليسۍ كښې په كور اېشوز متفق كېدو سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده، د روسيه او يوکرائن په جنګ كښې او آئي سي د ثالث کردار لوبولې شي، دې شخړې سره په نړۍ كښې د پټرول او غنمو بيعه په زياتېدو ده، يو مستحکم افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ لاره نيولو لپاره يواځنۍ لاره ده۔ وزيراعظم دا خبرې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو 48مې غونډې پرانستې سېسن ته وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا په ضد نريواله ورځ لمانځلو قرارداد ملګرو ملتونو څخه منظوري يوه لويه كاميابي ده، په 15م مارچ په نيوزي لېنډ كښې يو وسله وال كس په جومات دننه 50 مسلمانان شهيدان كړي ٬ د نائن الېون نه پس اسلام ترهګرۍ سره تړلے شوے دے، په دې موقع د اسلامي هېوادونو واكمنو د كوټلي دريځ خپلولو په ځائ خپل ځان روشن خيال او اعتدال پسند ګرځولې، اسلام ترهګرۍ سره د تړلو عمل څخه تر ټولو زيات په لويديز كښې مسلمانان متاثره شوي، هلته د ترهګرۍ نه پس په سمدستي توګه تور په اسلام لګولې كېدو٬ ده ووئيل څنګه يو ټولنه د يو څو جنونيانو د حركت ذمه وار جوړېدې شي۔ په وړومبي ځل دا تسليم كړې شوې چې اسلامو فوبيا يو كركه ايز څيز دے۔ وزيراعظم ووئيل كومو هېوادونو چې د مدينې رياست اصول خپل كړي دوي خوشحال شوي٬ د مدينې رياست جوړېدل نړۍ لپاره لوے انقلاب ٶ٬ نبيۖ يوازې مسلمانانو لپاره نه دې بلكې ټولې امت لپاره رحمت اللعالمين دے۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو تر ټولو زيات په وائټ كالر جرائمو قابو نه موندل وو٬ دلته بې وسه د قانون په منګولو كښې او طاقتور پرېدلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو رپورټ له مخې په كلنه توګه 1.6 اربه ډالره دې هېوادونو څخه اوباسلې كېږي، پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې غربت د وسائلو د كمي له امله نه بلكې د كرپشن له امله دے٬ قائداعظم دا هېواد په اصل كښې د مدينې رياست جوړول غوښتل، ده ووئيل په لويديز كښې د خپلو ځناورو دومره خيال ساتلے كېږي څومره چې دلته د انسانانو هم نه ساتلې كېږي، سوئټزرلېنډ خپل 99 فيصده وسائلو نه لرلو باوجود يو سوكاله هېواد دې۔ وزيراعظم ووئيل مېرمنو ته د دوي حق وركول د نبي اکرم خاتم النبينۖ لخوا يو انقلابي قدم ٶ٬ د بده مرغه پاكستان كښې 70 فيصده مېرمحې په وراثت كښې حق نه وركولې كېږي مونږ په دې لړ كښې قانون سازي كړې ده۔
د نړۍ يو نيم ارب مسلمانانو له په كوم بلاك كښې تقسيمېدو او په شخړو كښې د ښكېل كېدو په ځائ امن لپاره خپل طاقت څرګندول پكار ديد وزيراعظم عمران خان د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې د پرانستې سېشن ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر