اسلام آباد 05جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ??مومي سېكرټري انتونيو ګوترېس وئيلي دي چې د ځنګلاتو د تحفظ ، دريابونه او سيندونه پاك ساتلو او ښارونه شنه كولو لپاره د اقداماتو ضرورت دے، مونږ د ملګرو ملتونو ?? پلېټ فارم څخه ماحولياتي بهتر?? لپاره د ايكو سسټم د بحالې لسيزه پېل كړې ده. د ماحولياتو ??ړيوالې ورځې په موقع په اسلام آباد كښې په كنونشن سنټر كښې په خپل وېډيوئي پېغام كښې ده ووئيل چې ونې پرېكړې شوې دي، دريابونه ناولي كړې شوي دي. ده ووئيل چې خپلې بقا لپاره مونږ ته د خوراك، اوبو او ريسورسز محفوظ كولو ضرورت دے. ده ووئيل چې م??نږ د ماحولياتو ??ه لړ كښې كوم زيان كړے، د دې ازاله كول دي، ده ووئيل چې م??ګرو ملتونو ?? خپل پلېټ فارم څخه د ايكو سسټم د بحالې لسيزه پېل كړې. په دې كښې به نړ??والو مشرانو ??و سول سوسائټې سره په ګډه كار كوو. ده ووئيل چې دا نړ??وال كمپائن دے، مونږ خپل ځنګلات محفوظ كولې شو. ده ووئيل چې په نړۍ كښې 40 فيصده آباد زمونږ پام ته ضرورت لري. ده ووئيل چې د ايكو سسټم بحالې سره به نه يوازې زمونږ د نړۍ د وسيلو حفاظت وشي بلكې دا به تر كال 2030م د لكونو په شمېر نوي ملازمتونه پېدا كړي. هر كال به د 7 ټرېلين نه زياته واپسي ترلاسه كړي، د غربت او لوږې په لرې كولو كښې به مرسته وشي.
د ځنګلاتو د تحفظ ، دريابونه او سيندونه پاك ساتلو او ښارونه شنه كولو لپاره د اقداماتو ضرورت دے. د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha