اسلام آباد 13اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د موسمياتي بدلون او قدرتي آفت څخه پېدا شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د كار استعداد زياتولو لپاره د انټرنېشنل رېسكيو كمېتۍ پرله پسې ملاتړ اغستو له خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د انټرنېشنل رېسكيو كمېټۍ(آئي آر سي)صدر او د سي اي او ډيوډ ملي بينډ سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ هغه سره ملاقات كړے۔پاكستان سره د آئي آر سي د قدر وړ او پخواني شراكت ستائېلو سره وزيراعظم تېر كال د سېلاب په مهال د آئي آر سي په وخت د مرستې كولو ستائنه كړې ۔ده د آئي آر سي صدر د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعمير نو په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون او آفات مخ نيوي لپاره د كار استعداد ته لا ودې وركولو كښې د آئي آر سي د پرله پسې ملاتړ په طمعه دے۔ده په سېلاب ځپليو سيمو كښې د تباه شوو سكولونو او روغتونونو بيا تعمير او مرمت لپاره د آئي آر سي د قدر وړ مرستې په اهميت هم زور راوړو ۔ډيوډ ملي بينډ تېره كال د تباه كونكي سېلاب اثرات كمولو لپاره په وخت د اقدامات په كولو د پاكستان حكومت عزم ستائېلے ۔ده د آفات او موسمياتي بدلون د مخ نيوي په انتظام كښې د پاكستان سره مرسته لا زياتولو له د آئي آر سي د خواهش هم پخلے وكړو ۔په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان٬سيد طارق فاطمي٬د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر لك او د اړوند وزارتونو اعلٰی چارواكي موجود وو
پاكستان د موسمياتي بدلون او د آفات زيان كمولو لپاره د كار استعداد ته د لا ودې وركولو لپاره د آئي آر سي د پرله پسې ملاتړ ته خوښي لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج