اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د عمران خان بيانيه د موسمياتي بدلون ښكاره شوې٬د موسم په حساب سره د هغه بيان بدلېږي٬عمران خان دې هېواد سره چې د كال 2018 نه تر اپرېل 2022 چې څه شوي٬هغه هم ياد كړي٬د پاكستان ډيفالټ كېدو د هغه پلان فيل شوې دې۔د كل په ورځ د عمران خان په بيان په ځواب كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د فارن ايجنټ٬د توشه خانه غل٬د هيرو بيوپاري٬د زمكو سوداګر او د قامي ګټو خرڅونكې وائي چې ما څه كړې دي۔دې ووئيل چې جنرل(ر)باجوه د كال 2021 نه تر اپرېل 2022 څه كړي٬هغه عمران خان ته په 2 جنوري 2023 رايادېږي٬عمران خان به وړاندې وئېل چې زه سوچ هم نشم كولې چې هغه به شهباز وزيراعظم جوړ كړي٬اوس وائي چې ماته د ګرمۍ په موسم كښې معلومه شوه۔دې ووئيل چې چې په چا عمران خان د غلا الزام لګولې٬هغه د څلوېښتو كلونو حساب وركړی خو عمران خان د كوم هم يو سياسي مخالف په ضد يو ثبوت وړاندې نه كړی شو٬هغه دې د خپلو څلورو كلونو حساب وركړي۔دې ووئيل چې جنرل(ر)باجوه كه چرې د عمران خان په ضد پلان جوړولو نو بيا ده په اپرېل 2022 كښې هغه ته د تاحيات ايكسټينشن آفر ولې وركړی؟هغه ته د ښه سپه سالار تمغه ولې وركړی؟چې عمران خان ته معلومه وه چې هغه د احتساب په ضد دې نو هغه مهال يې قوم ته ولې نه وئېل؟۔دې ووئيل چې د سېنیټ په ټاكنو او د خپلې نااهلۍ بچ كولو لپاره د جنرل(ر)باجوه نه مرسته ولې غوښتلې؟د خلكو اخستل خرڅېدل شوي نو هغه مهال خو د عمران خان حكومت وو٬كاروائي ولې نه وه كړې؟۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د ټاكنو٬سياسي انجيئنرنګ او سياسي اخستل خرڅېدل ثبوت د عمران خان آډيو ليكس دې٬په سېنېټ كښې په كال 2018 كښې عمران خان سياسي منډۍ لګولې د كوم چې ثبوتونه راوړاندې شوي دي۔د جنرل(ر)باجوه په وخت كښې كه چرې رول آف لاﺀ تباه شوې نو د رول آف لاﺀ كسټوډين عمران خان وو
د عمران خان بيانيه د موسمياتي بدلون ښكاره شوې٬د موسم په حساب سره د هغه بيان بدلېږي٬ هېواد سره چې د كال 2018 نه تر اپرېل 2022 څه شوي٬هغه دې هم ياد كړي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب عمران خان ته ځواب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار