اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د 23 مارچ 2024 پاكستان ورځې په موقعه د یو ایس ایډ ایډمنسټریټر سمانتھا پاور ته په پاکستان كښې د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب په مهال د خذماتو په ترسره كولو ‘هلالِ قائداعظم’ ایوارډ وركړو۔ د یو ایس ایډ لخو د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د سمانتھا پاور لخوا په پاكستان كښې د يو اېس اېډ مشن ډائرېكټر كيټ سوم وونګسري دا ايوارډ ترلاسه كړو۔ په خپل يو وېډيو پېغام كښې سمانتھا پاور د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ د كال 2022 سېلاب په مهال امريكا د يو اېس اېډ د لارې د مرستې كارروائيو كښې وړاندې وه۔ امريكې په دې مد كښې پاكستان سره په مجموعي توګه 215 ملینه څخه د زيات ډالرو مرسته كړې وه په كومو كښې چې د امريكائي وګړو او كمپنيو لخوا 37 ملین ډالره څخه زيات رقم هم شامل دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د فوري مرستې سره سره يو اېس اېډ د آفتونو مخنيوي او د فوډ سېكورټي حوالې سره هم د پاكستان مرسته روانه ساتلې ده۔
صدر مملکت د یو ایس ایډ ایډمنسټریټر سمانتھا پاور ته هلالِ قائداعظم ایوارډ وركړو
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena