لندن 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د برتانيې دورې په لړ كښې لندن ته رسېدلے دے ٬ لندن ته په رسېدو د پاكستان برتانيه كښې هائي كمشنر او د برتانيه د خارجه چارو وزير خاص استازي د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال د برتانيه بادشاه چارلس سوئم د تاج پوشۍ په دستوره كښې ګډون كوي او د دې نه علاوه به د دولت مشتركه د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي۔ وزیراعظم به د بادشاه چارلس سوئم د تاج پوشۍ په دستوره كښې د ګډون كوونكو مشرانو په درناوي كښې وركړې كېدونكې مېلمستياﺀ كښې هم ګډون كوي چرته چې د وزيراعظم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم متوقع دي۔ دغسې وزیراعظم به د دورې په مهال په لندن كښې میا محمد نواز شریف سره هم ملاقات كوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ