اسلام آباد 13 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سمندري طوفان بپرجوائے له مخې د خلكو حفاظت لپاره د ټولو وسائلو كارولو هدايت كولو سره وئېلي دي چې د سندھ حكومت٬اېن ډي اېم اے او نورې ادارې دې په ګډه په ساحلي سيمو كښې موبائل روغتونونو جوړولو او د ممكنه ځپليو سيمو كښې د هنګامي طبي مرستې په زړه پورې انتظامات باوري كړی٬ممكنه ځپليو سيمو كښې دې د څښلو اوبو او خوراك انتظام باوري كړې شي٬د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سمندري طوفان بپرجوائے له امله د رامخې ته كېدونكي ممكنه صورتحال جاج اخستلو غونډه اسلام آباد كښې د هغه په مشرۍ كښې وشوه۔په دې موقع وزيراعظم د توان وزير انجينئر خرم دستګير ته جنوبي سندھ ضلعو كښې د سمندري طوفان اثرات تر ختمېدو پاتې كېدو سپارښتنه وكړه۔د توان وزير به په راروانو څو ورځو كښې په ساحلي سيمو كښې د برېښنا د ترسيل نظام څارنه كوي٬وزيراعظم د سمندري طوفان بپرجوائے ترمخه د هنګامي صورتحال مخ نيوي لپاره كمېټي جوړه كړه۔د موسمي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان په مشرۍ كښې وفاقي وزيران انجينئر خرم دستګير٬طارق بشير چيمه٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك٬د سندھ حكومت او د بلوچستان حكومت نمائندګان٬د موسمياتو محكمه او نېشنل هائي وے نمائندګان به په دې كښې شامل وي۔كمېټي به د سمندري طوفان له امله رامخې ته شوې صورتحال مخ نيوي لپاره پرله پسې مشاورت روان ساتي۔كمېټي به كوم هم هنګامي صورتحال څخه اولس خبروي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شيري رحمان٬اسحاق ډار٬انجينئر خرم دستګير خان٬مخدوم مرتضٰی جاوېد محمود٬د وزيراعظم صلاحكار احمد خان چيمه٬وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك٬د سندھ او بلوچستان چيف سېكټريز او اړوند اعلٰی چارواكي ګډون وكړو۔
وزيراعظم د بپرجوائے له مخې د خلكو حفاظت لپاره د ټولو وسائلو كارولو هدايت٬په ساحلي سيمو كښې موبائل روغتونونو جوړولو او د ممكنه ځپليو سيمو كښې د هنګامي طبي مرستې په زړه پورې انتظامات دې باوري كړی شي۔شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ