اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د كورني او بهرني عواملو له امله د پېدا شوې معاشي چيلنجونو له مخې پاكستان ته د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل غوندې فورم ته اړتيا د اوږدې مودې راهسې محسوسېدو، معاشي پاليسۍ وضع كول، دوست هېوادونو څخه سرمايه كاري راغب كولو لپاره د سپيشل انوسټمنټ فېسيليټېشن كونسل جوړولو پرېكړه شوې ده، د كونسل په سمدستي توګه هدف بهر څخه نېغ په نېغه سرمايه كارۍ تر 5 بليونه ډالرو رسول دي٬ دا كونسل به د معيشت په ډھانچه كښې بنيادي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فيصله سازۍ د يو اعلٰې فورم په توګه كار كوي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل هېواد د معاشي ستونزو څخه بهر كولو سره د تل پاتي پرمختګ په لار سم كړے شوے دے، اتحادي حكومت معاشي پاليسۍ وضع كولو لپاره مېنډيټ سره د يو سپيشل انوسټمنټ فېسيليټېشن كونسل (اېس آئي اېف سي) جوړولو پرېكړه كړېده٬ كوم چې به د معيشت بحالۍ لپاره په پاليسو كښې رهنمائي٬ تسلسل او موثر نفاذ باوري كوي۔ وزيراعظم ووئيل د خپل ساخت په سبب به كونسل د معيشت په ډھانچه كښې بنيادي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فيصله سازۍ د يو اعلٰې فورم په توګه كار كوي٬ فورم به د آئي ټي، زراعت، توان، معدنيات او كان كنۍ او د دفاعي پېداوار غوندې اهمو څانګو ته پام ګرځوي۔ ده ووئيل دوست هېوادونو څخه سرمايه كاري راغب كول د كونسل اهم مقاصدو كښې يو دے٬ په سمدستي توګه هدف بهر څخه نېغ په نېغه سرمايه كارۍ تر 5 بليونه ډالرو رسول دي۔ وزيراعظم ووئيل د كورني او بهرني عواملو له امله د پېدا شوې معاشي چيلنجونو له مخې پاكستان ته د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل غوندې فورم ضرورت د اوږدې مودې راهسې محسوسېدو٬ د يو شان مسئلو مخنيوي لپاره د نصابي كتاب طريقه كار اوس د عمل جوګه پاتې نه دے٬ وزيراعظم ووئيل مونږ د مسئلو حل په تخليقي خيالاتو كښې مضمر دے
معاشي پاليسۍ وضع كول، دوست هېوادونو څخه سرمايه كاري راغب كولو لپاره د سپيشل انوسټمنټ فېسيليټېشن كونسل جوړولو پرېكړه شوې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی