اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د پارليمنټ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن نورعالم خان په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت د آډټ رپورټ 20۔2019 جاج اخستلو سره نور عالم د حج په مهال پاکستانی حاجيانو ته د رامخې ته شويو پېښو نوټس واخست۔ ده ووئيل د نجي څانګې د لارې حج په 25 لکه او د سركاري څانګې د لارې په 11 لكه 80 زره روپۍ كښې كېږي۔ ده ووئيل د حج ورځو ختمېدو باوجود ایډېشنل سېکرټری عطاالرحمن او د حج ډي جي په شمول نوره عمله په سعودي عربستان كښې ده۔ د حج په مهال د اولسي شكايتونو د انكوائرۍ معامله مو اېف آئي اے ته لېږلې ده۔ انكوائرۍ څخه وروستو به د ذمه وارو لائسنس منسوخ كولې شي۔ د مذهبي چارو سېكرټري ووئيل په مدینه او مکه كښې حج انتظامات زمونږ ذمه واري وي۔ زياتره شكايتونه هغه ځايونو څخه ترلاسه كېږي د كوم ځايې انتظامات چې سعودي حكومت سره وي۔ سړي سر حج خرڅونه مو كمولو سره 10 نيم لكه روپۍ كړي دي۔ نورعالم خان ووئيل 1790 كسانو تېر كال مفت سركاري حج وكړو۔ د مذهبي چارو سېكتر ووئيل سرکاری ملازمینو ته د هغوي د محكمې لخوا ټي ډي اے وركولې شي۔ د پي اے سي چیئرمېن ووئيل د معاونینو ترنامې لاندې د مفت حج كوؤنكو فهرست به پبلك كولے شي۔ د غونډې څخه وروستو د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د حج خرڅونو سره اړوند فرانزک آډټ به كولې شي۔
د نور عالم خان په مشرۍ كښې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه ٬ د مذهبي چاروو وزارت آډټ رپورټ 20۔2019 جاج واخستے شو
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado