اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي پاكسان افغانستان ته څو ځله جامع شواهد وركړي او دا غوښتنه ئې كړې چې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې د ككړو ترهه ګرو تنظيمونو په ضد كاروائي وكړئ ٬پاكستان د مارچ په 18مه نېټه په افغانستان كښې د ترهه ګرو اډې په نخښه كړي۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې دې ووئيل د افغانستان د خپلواكۍ احترام كوو٬افغانستان سره د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كول غواړو۔وياندې ووئيل په افغانستان كښې د ترهه ګرو په ضد ټارګټډ عمليات شوي٬وياندې په فلسطين كښې د اسرائيلي پوځ جارحانه كاروائيو په خاص توګه د غزه په شفاﺀ روغتون د اوسني بريد غندنه كړې چې پكښې د رپورټس له مخې په لويه شمېره كښې بې ګناه ماشومان او د مېرمنو پشمول عام وګړي په حق رسېدلې۔دې ووئيل بې ګناه كسان او آبادي په نخښه كول د جنګي جرائمو په زمره كښې راځي۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل په جمو كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو هم سخته غندنه كوو۔دې ووئيل د تېرو دريو مياشتو په مهال هند مقبوضه كشمير كښې په 14 سياسي ګوندونو بندېز لګولے ۔وياندې ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د رائے اظهار په آزادۍ د بندېز غندنه كوو٬د كشمير په سياسي ګوندونو بندېز لګول د غندنې وړ دے۔د كشمير په اړه د هندي مشرانو اوسنې بيانونه رد كولو سره وياندې ووئيل جمو كشمير يوه متنازعه سيمه ده د كومې حل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو د لارې ممكن دے۔
د افغانستان د خپلواكۍ احترام كوو٬پاكستان د مارچ په 18مه نېټه په افغانستان كښې د ترهه ګرو اډو په ضد ټارګټډ عمليات كړي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم