د شانګله بريد اصل تورن به قانون سره مخ كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې دورې په موقع خبرې


اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په اسلام آباد كښې د چين سفارخانې دوره وكړه چرته چې هغه د شانګله بريد پلټنو لپاره د چين څخه راغلې خاص انوسټي ګيشن ډلې سره ملاقات وكړو ۔داخله وزير د چين ډلې ته د بريد په اړه تراوسه د شوو پلټنو څخه خبر كړه ۔په ملاقات كښې د چين وګړو تحفظ او مجموعي امنيت په اړه د خيالاتو څرګندونه هم وشوه ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د چين سفير سره هم ملاقات وكړو او د بريد په اړخ د شوي اپ ډيټ نه ئې خبر كړو۔داخله وزير ووئيل د شانګله بريد اصل تورن به قانون سره مخ كولې شي۔