استنبول 08 جون (اے پي پي) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې غزه كښې روان د اسرائیل جارحیت يو غير معمولی پېښه ده د كومې چې تصور هم نه شي كيدې،د اسرائیل قابض عسكرو د لاسه 40 زره څخه زيات فلسطینیان شهیدان شوې ٬ 81 زره څخه زيات ژوبل شوې،په دې كښې ځينې داسې ژوبل شوې كوم چې تر اوږدې مودې معذورۍ سره مخ كيدې شي۔نائب وزیر اعظم محمد اسحاق ډار د دې خيالاتو څركندونه د خالي په ورځ استنبول كښې D-8 خارجه وزيرانو كونسل غونډي ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د اړخه جمهوریه تركیه او خارجه وزير هاكان فیدان مننه كوم، د جمهوریه تركیه او خارجه وزير هاكان فیدان په دې معامله د D-8 خارجه وزيرانو كونسل د غونډي كولو دا اقدام كړې۔ده وئويل غزه كښې چې نن څه كېږي دا يوه غير معمولی پېښه ده د كومې چې تصور هم نه شو كيدلې ، د اسرائیل قابض عسكرو د لاسه 40 زره څخه زيات فلسطینیان شهيدان شوې او 81 زره څخه زيات ژوبل شوې دي ، په دې كښې ځينې داسې كسان دي كوم چې ژوبل كيدو له امله د اوږدې مودې معذورۍ سره مخ كيدې شي۔ نائب وزیر اعظم وئويل نړۍ د ميرمنو او ماشومانو غیر متناسب شميره كښې د وګړو د قتل عام مشاهده كوي،د اسرائیل عسكرو د فلسطینیانو وجود په نښه كولو لپاره په منظم ډول په روغتونونو او مهم انفراسټركچر بريدونه كړي،د روغتيا نړيوالي ادارې له مخې په غزه كښې 36 روغتونونو كښې يواځې 12 كار كوي، نوره د حيرانتيا خبره دا ده چې د صحت ټولو آسانيو كښې 84 فیصده تباه شوې دي۔نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل سږ كال دا دريمه موقع ده كله چې د 15 ججانو پینل يو داسې حكم كړې ، بايد نړيواله ورورولي د قتل عام او انسانیت سوز مصائب مخنيوي لپاره كاروائي وكړي، D-8 بايد د فلسطینیانو مصيبتونو ختمولو لپاره ټول اړوند نړيوال فورمز خپل سیاسی او اقتصادی ګټي استعمال كړي،د اسرائیلی قابض عسكرو د اړخه د دې ښكاره غیر قانونی او په واضحه ډول په نسل كشۍ ختمه كړې شي، D-8 پلیټ فارم د لارې مونږ د غزه وګړو لپاره انسانی مرسته كوټلې كولې شو۔ محمد اسحاق ډار وئويل د ډی 08 پلیټ فارم د لارې د جارحیت ختمولو نه پس تعمیر نو هڅو كښې هم خپل كردار ترسره كولې شو،دا ضروری ده كه مونږ اوغواړو چې فلسطین خپل ژوند او د معاش تعمیر نو وكړي،مونږ اسرائیل خپل ناوړه عزائم كښې كامیاب نه كړو،د 8 مهو هېوادونو خارجه وزيرانو د اړخه د دې په وخت اجتماع سره د فلسطینی اولس حمایت قوي پیغام ضرور وركړې شي، پاكستان د خپل اړخه وړاندې څخه د فلسطینیانو لپاره د مرستې سامان لېږلې دې،غیر متناسب او پرله پسې اسرائیلی جارحیت په وجه د تباهی شدت، بے مثاله دې۔
غزه كښې روان د اسرائیل جارحیت يو غير معمولی پېښه ده د كومې چې تصور هم نه شي كيدې،د اسرائیل قابض عسكرو د لاسه 40 زره څخه زيات فلسطینیان شهیدان شوې ٬ 81 زره څخه زيات ژوبل شوې۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب