صدر مملکت آصف علي زرداري د کچھی کینال منصوبه په يو نيم كال كښې په ترسره كولو زور٬ ګرین پاکستان منصوبې لپاره په ستراتېژك نهرونو د كار پېل كولو امر


APP39-080724 ISLAMABAD: July 08 - President Asif Ali Zardari chairing a meeting on Green Pakistan Initiative at Aiwan-e-Sadr. APP/TZD

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري ګرين پاکستان منصوبې لپاره په ستراتېژكي نهرونو د كار پېل كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د اوبو ضائع كېدو لاره نيولو لپاره دې د ستراتېژك نهرونو كنكريټ لائننګ جوړ كړے شي٬ د اوبو تحفظ، د اوبو ضياع كمولو او اوبه زياتولو لپاره د پاکستان د اوبه خور څانګه به په جديد بنيادونو اودرول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د ګرين پاکستان منصوبې پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ٬ صدر مملکت د کچھي کينال منصوبه په يو نيم كال كښې د ترسره كولو سپارښتنې سره ووئيل وفاقي حکومت به منصوبه په ترجيحي بنيادونو په وخت ترسره كول باوري كولو لپاره فنډز وركوي٬ کچھي کينال څخه به د بلوچستان 713000 ايکړا زمكه د اوبه خور شي۔ په غونډه كښې صدر مملکت ته ګرين پاکستان منصوبې لپاره د شپږ ستراتېژك نهرونو جوړولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې داخله وزير محسن نقوي او اعليٰ عسکري چارواكو ګډون كولو۔ صدر ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول په ستراتېژك نهرونو كښې چشمه رائټ بينک، کچھي، ريني، ګريټر تھل، چولستان او تھر کينال شامل دي٬ نهرونو څخه به د هېواد د كر جوګه زمكه، لائيو سټاک او د فشريز صلاحيت زياتولو له مرسته تر لاسه شي۔ صدر مملکت نهرونو سره د نزدې للمو كښې د ډرپ اوبه خور ودې په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل د سرکاري زمكو پېداواري استعمال لپاره دې نړيوالو مالياتي ادارو او سټاک ايکسچينج څخه فنډنګ ترلاسه كولو لپاره سټيټ لينډ بينک جوړ كړے شي۔ صدر آصف علي زرداري د انډس ريور سسټم اتھارټۍ اصلاح او دغه لا ښه كولو په ضرورت هم زور رواړو۔ د بريفنګ په مهال صدر مملکت د دې خبرې نه خبر كړے شو چې د اوبو شتوالے او بهېدو پحقله سمه ډېټا شيئرنګ لپاره به 27 ټېلي ميټري پوائنټس جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم