پاكستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري او د نورو هېوادونو په مقابله كښې په زړه پورې منافع وړاندې كوي٬ د عبد العليم خان د هسپانوي سېنېټرز پلاوي سره خبرې


APP36-151124 ISLAMABAD: November 15-A delegation of Spanish Senators called on Federal Minister for Board of Investment, Privatization & Communications, Abdul Aleem Khan. APP/MAF/FHA/SSH

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی)د نجكارۍ ٬ سرمايه كاري بورډ او مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې پاكستان او هسپانيا په انجينئرنګ٬ هائي وېز٬ اوور هيډز او نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولې شي٬ پاكستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري او د نورو هېوادونو په مقابله كښې په زړه پورې ګټه وړاندې كوي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير سره د هسپانيا د سېنېټ غړو ملاقات وكړو۔ په دې موقع د هسپانيې د سېنېټ د چارو كمېټۍ غړو وفاقي وزير عبدالعليم خان سره په دوه اړخيزه اړيكو او نورو چارو خبرې وكړې۔ په دې پلاوي کې هسپانوي سناتوران ویكنټ ازپیټيراټ، ناطالیا اسیرو، انتونیو ګوتیرز او لوئس ډی لا پینا شامل وو۔ وفاقي وزير په ملاقات كښې په سپين كښې د سېنېټ د غړو په ټاكنه ٬ وركنګ او د ادارې په نورو چارو هم د خيالات څرګندونه وكړه۔ عبدالعلیم خان ووئيل پاكستان د كوم هم هېواد په مقابله كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري او دلته د ګټې شرح هم د نورو هېوادونو په مقابله كښې زياته ده۔ هسپانوی سېنېټرز وفاقي وزير عبدالعلیم خان سره د راروانې مياشتې په اېکسپو ایونټ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئيل پاکستان او هسپانيه د انجینئرنګ، هائی وېز او اوور هېډز په شمول نورو څانو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولې شي۔ په ملاقات كښې د پاكستانۍ وريژو ٬ پومبې ٬ آمونو او نورو پېداوارو څيزونو هم په خاص توګه ذكر وكړے شو