اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان تر 10 مياشتو د تحريك جاري ساتلو پخپله اعلان كړے، دوي پوهه شول چې الېكشن به په آئيني موده ترسره كېدو كېږي، د هېواد معاشي صورتحال بهتر شوے ٬ د عمران خان لانګ مارچ كښې په شوو وژنو تشويش لرو٬ د وګړو د ځان او مال تحفظ به په هر قېمت باوري كولې شي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دې ووئېل وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد وګړو لپاره د سفري سهولت بهتر كولو اعلان كړے٬ د اسلام آباد وګړو لپاره به سيکټر وائز مېټرو بس سروس پېل كولې شي ٬ په 13 روټس به 128 بسونه مرحله وار چولې شي، د روټس تعين شوے ٬ د موجوده مېټرو بسونو سټاپس به د دغې بسونو روټس سره تړلې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم دا وژن لري چې د اسلام آباد وګړو پشمول زده كوٶنكو٬ ځوانانو٬ كاروباريانو او خواري كښو ته بهترين سهولتونه وركړے شي٬ د پېنډۍ٬ مري او خوا اوشا سيمو څخه اسلام آباد ته د راتلونكو وګړو لپاره د ماس ټرانزټ انتظام كول د وزيراعظم وړومبې ترجيح ده۔ مريم اورنګزېب ووئيل په هېواد د نالائقۍ٬ نااهلۍ٬ غلا٫ شوكې او د كرپشن اثرات اوس كمېږي ٬ هغوي ګراني زياته كړې او خلق ئې بې روزګاره كړي٬ غېر ملكي اړيكې ئې خرابې كړې٬ بهرنۍ سرمايه كاري ئې تاخير سره مخ كړې۔ دې ووئيل د لوي څښتن شكر دے چې هر څيز بيا استحكام پلو روان دے، مونږ هېواد د خوشحالۍ په لاره روان كړے، د هېواد معاشي حالات ښه كېږي ٬ تېر حكومت چې د آئي اېم اېف سره په كومو سختو شرائطو لاسليك كړر ٶ په ھغې عمل كول ضروري ٶ، دې ووئېل مونږ هېواد د ډيفالټ كېدو نه بچ كولو لپاره سختې پرېكړې كړي ۔ د اطلاعات وزيرې ووئېل وزيراعظم نزدې د 600 اربه روپو تاريخي كسان پېكج اعلان كړے٬ د سېلاب باوجود په هېواد كښې بحران نشته، د اعلٰې معيار غنم په سپېځلې ډول درآمد كړے شوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل كسان پېكېج سره به ان شآء الله پاكستان بيا بمپر فصلونو پلو لاړ شي، په دې كښې سمال ميډيم انټرپرائزز، ځوانان، كروندګرو او كوچنو كروندګرو ته به آسانې قرضې وركولې شي، دوي لپاره د برېښنا بيعه 13 روپۍ يونټ مقرر كړې شوې۔۔ مريم اورنګزېب ووئيل ميډيا د وزيراعظم د بهرنيو هېوادونو د دورو د اهميت تر مخه بشپړ كورېج كړے مونږ په دې د ميډيا مننه كوٶ۔ دې ووئيل غېر ملكي سرمايه كاري راتللو سره به ځوانانو ته روزګار په لاس ورشي٬ ٬ د سېلاب ځپليو بحالۍ كار پېل شوے ۔ دې ووئيل مونږ څو ځله وئيلي دي چې الېكشن به د موجوده اسمبلۍ په آئيني موده ترسره كېدو كېږي٬ داسې ښكاري چې عمران خان هم پوهه شو او اعلان ئې وكړو چې زمونږ تحريك به تر لسو مياشتو جاري وي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د خبريالې صدف نعيم د مرګ په پېښه مونږ مطالبه كوٶ چې د پنجاب حكومت د پېښې بشپړ تحقيقات وكړي خو په پنجاب كښېې د صدف نعيم خاوند څخه ګوتې لګولې شوي او بيانونه ترې اغستې شوي چې ھغه كومه قانوني كاروائي كول نه غواري٬ د دې نه علاوه د عمران خان لانګ مارچ كښې يو بل ځوان مړ شوے او يو سپين ګېرې پحق رسېدلے ٬ دغسې يو پوليس د ډيوټۍ په مهال د زړه دورې له امله پحق رسېدلے٬ دې ووئېل مونږ د حق رسېدليو كورنيو سره همدردي لرو او د دې ناوړه پېښو غندنه كوٶ۔ دې ووئيل عمران خان اليکشن نه غواړي٬ د ھغه بل څه مقصد دے٬ كه ھغه الېكشن غوښتو نو بيا د پرلت څه ضرورت دے، خېبر پښتونخوا، پنجاب، ګلګت بلتستان او د آزاد کشمير اسمبلۍ دې ماتې كړي٬ د هېواد په 70 فيصده سيمو د عمران خان حكومت دے، ھغه په حكومتي وسائلو لانګ مارچ كوي٬ د سېلاب ځپليو پېسه هم په لانګ مارچ لګولې كېږي۔ دې ووئيل د پوځ د سرلښكر تقررۍ آئيني اختيار وزيراعظم شهباز شريف سره دے٬ د چيف آف سټاف تقررۍ لپاره عمران خان ته د پرېشانه كېدو ضرورت نشته۔ دې ووئيل عمران خان په لانګ مارچ كښې اوس فېس سېونګ ته اړتيا لري ٬ د شپې چې ھغه كله د كنټېنر نه كور ته ځي نو يو چېنل د عمران خان مذاکرات له د روانېدو خبر وركوي او سم شل 25 دقيقې پس عمران نيازي ټويټ كوي چې زما كور نزدې ٶ زه خپل كور ته راغلم٬ زه مذاكراتو له نه يم تللے ۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل كله دړكې٬ كله واسطې٬ كله زېړې٬ كله رابطې د دې نه علاوه هېڅ حقيقت نشته،د لانګ مارچ حقيقت سپريم کورټ پرون څرګند كړے۔ دې ووئيل د مئي په 25مه نيټه د لانګ مارچ پحقله د پي ټي آئي وكيلانو سپريم كورټ ګمراه كړے ، غلط بياني ئې كړې او عمران خان وائي چې زه د پرېكړې نه خبر نه يم۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل د عمران خان لانګ مارچ د لاهور نه پېل شوے٬ كه دوي ګلګت بلتستان ته ځي٬ خېبر پښتونخوا يا كوم بل ځاے ته مونږ دې سره هېڅ كار نه لرو خو كه لانګ مارچ د وفاق حدودو ته داخل شو نو ھغې لپاره زمونږ تياري مكمل ده٬ مونږ له د وګړو د ځان او مال تحفظ په هر قېمت باوري كول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د چا د اظهار ازادۍ څخه د بل چا آزادي متاثره كېدل پكار نه ده٬ پېمرا كښې مونږ د مس انفارميشن او ډس انفارميشن پحقله ټول سټېك هولډرز سره په مشاورت بدلون كوٶ، په مشاورت چې قانون جوړ شي نو په ھغه عملدرامد هم آسان وي ٬ په ھغې ټول شراكتدار هم عمل كوي٬ دې ووئيل د ډي فيميشن قانون ښه كولو ته اړتيا ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د عمران حكومت دے٬ ھغه د وفاق برخې د وفاق په ضد استعمالول غواړي٬ لانګ مارچ لپاره حكومتي مشېنري استعمالېږي
عمران خان تر لسو مياشتو د تحريك جاري ساتلو اعلان وكړو٬ دوي پوهه شول چې الېكشن به په آئيني موده ترسره كېدو كېږي، د هېواد معاشي صورتحال بهتر شوے۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena