حكومت د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ او معاشي استحكام و نمو لپاره اصلاحات كوي ۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې


اسلام آباد 03اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ او معاشي استحكام و نمو لپاره د دانشمنده پالېسي اصلاحات لړۍ پېل كړې ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز سره ملاقات كښې كړې۔د خزانې وزير د آسټرېليا هائي كمشنر هركلے كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا په اړيكو ئې رڼا اچولې۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه مرسته ٬ اړيكو٬تجارت٬اقتصادي او سرمايه كارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د خزانې وزير سفير د هېواد د موجوده معاشي صورتحال نه هم خبر كړو او د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ سره سره د هېواد معاشي پرمختګ لپاره د حكومت لخوا د پېل كړوو دانشمندانه پالېسي اصلاحات نه ئې خبر كړو۔د خزانې وزير په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د آسټرېليا مرسته وستائېله۔د خزانې وزير هائي كمشنر د آئي اېم اېف مشن سره په شوو خبرو اترو د پېشرفت نه هم خبر كړو۔د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د روژې مباركې مياشتې مباركي وركولو سره د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د ملګرتيا اړيكو په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه اړيكو ته د لا ودې وركولو خواهش څرګند كړو ۔هائي كمشنر وزير ته دا هم ووئيل په آسټرېليا كښې 100000 پاكستانيان او 15000 زره پاكستاني زده كوونكي د دواړو هېوادونو يو بل ته رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔هائي كمشنر د سماجي او اقتصادي پرمختګ او معاشي نمو لپاره د حكومت پالېسۍ او پروګرامونه هم وستائيل۔ده ووئيل آسټرېليا پاكستان يو قوي٬پرامن او خوشحال هېواد ليدل غواړي

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری