د لوي څښتن او د نبي كريم (ص) اطاعت او په عقيده توحيد عمل كولو كښې زمونږ نجات دے٬ تفريق پېدا كول او منافرت خپرول ګناه ده۔ د ډاکټر شېخ يوسف بن محمد د حج خطبه


مېدان عرفات 27 جون (اے پي پي) د حج كال 1444 هجري خطيب ډاکټر شېخ يوسف بن محمد وئيلي دي چې تفريق پېدا كول او منافرت خپرول ګناه ده٬ شريعت د افواه ګانو خپرونو نه منع كړې ده٬ هم دا سبب دې چې لوي څښتن د فاسق د خبر د تحقيق كولو امر كړېدے٬ د شريعت نه لرې پاتې كېدونكي دې خپله اصلاح وكړي او دين پلو دې راستانه شي٬ ټولو مسلمانانو ته يو والي٬ محبت او مينه سره د اوسېدو او د تفريق نه د لرې پاتې كېدو امر شوېدے، بايد مونږ خپل اولاد ته هم د اجتماعيت تلقين وكړو٬ د باطل ټول جماعت په مقابله كښې حق لپاره يوازې ودرېدل بهتر دي٬ هر مومن بل مومن لپاره د د يوال په مثل دے چې يوه برخه يۍ بله مضبوطوي ٬ ټوله اسلامي نړۍ د يوې كورنۍ په څير ده ٬ كه كورنۍ سمه شي نو ټوله معاشره به سيمه شي، رسول اللهۖ خاتم النبيينۖ دي، د لوي څښتن او د نبي كريم (ص) اطاعت او په عقيده توحيد عمل كولو كښې زمونږ نجات دے۔ د نهې په ورځ په مسجد نمره كښې د حج كال 1444ھ خطبه وركولو په مهال ده ووئيل تفريق پېدا كول او منافرت خپرول ګناه ده ٬ نبي كريم (ص) زمونږ زړونه يو بل سره تړلي٬ هغه مونږ ته د لوي څښتن پېغام رارسولې چې د لوي څښتن نه غېر څوك د عبادت لائق نشته٬ ټول مسلمانان دې د الله نه وېرېږي٬ د شريعت پالنه دې وكړي٬ د الله پاك د حدودو دې تحفظ وكړي څوك چې د الله د حدودو تحفظ كوي ھغوي لپاره اجر عظيم دے۔ ده ووئيل د الله پاك حكم دے چې د الله نه سېوا د چا عبادت دې ونه كړې شي٬ په توحيد پاتې كېدونكو لپاره نجات دے۔ ده ووئيل الله پاك ډېرو خلقو ته هدايت وركړې او ډېر خلق ئې د هدايت نه لرې ساتلي٬ د دروغ ګو انجام خراب وي٬ مونږ له الله پاك ته رجوع كول دي٬ د رسالتۖ ګواهي وركول الله پاك مونږ لپاره خاص كړې ده٬ نبي كريم (ص) خاتم النبين دي، بايد مونږ د لوي څښتن اطاعت وكړو۔ ده ووئيل شتمند خلق دې د نورو مسلمانانو وروڼو مرسته وكړي او تل دې د خېر په كارونو كښې برخه اخلي٬ الله پاك د لمونځ كولو٬ روژه ساتلو او استطاعت لرونكو ته د بېت الله د حج كولو امر كړے دے۔ ډاکټر شېخ يوسف بن محمد ووئيل اسلام دا دې چې مونږ د الله او د رسول الله ۖ ګواهي وكړو دغسې په فرښتو٬ اسماني كتابونو او د قيامت په ورځ ايمان راوړل فرض دي۔ ده ووئيل الله پاك په هر مسلمان د بل مسلمان ورور مال ٬ ځان او عزت حرام كړے دے٬ زمكه او آسمان پېدا كول د الله پاك نخښې دي۔ ده ووئيل مونږ ته مينې محبت سره د پاتې كېدو او د تفريق نه د لرې پاتې كېدو امر دے، مونږ ټولو ته د لوي څښتن د رسۍ په مضبوطيا سره د نيولو امر شوېدے۔ ده ووئيل الله غالب او حکيم ذات دے ھغه زمونږ زړونه تړلي دي٬ تفريق كوٶنكو ته به الله پاك د قيامت په ورځ د دوي جرمونه ښائي۔ د سرکار دوعالمۖ فرمان دے چې عربي ته په عجمي او يو عجمي ته په عربي هېڅ فوقيت ترلاسه نه دے ٬ ده ووئيل ټوله اسلامي نړۍ د يوې كورنۍ په ډول ده٬ كه كورنۍ سمه شي نو ټوله معاشره به سيمه شي۔ خطيب ډاکټر شېخ يوسف بن محمد ووئيل د الله امر دے چې زما او زما د رسولۖ اطاعت وكړۍ، د صبر نه كار واخلۍ او بخښنه غواړۍ٬ څوك چې څرخ كوي او خلق معافت كوي ھغوي لپاره عظيم اجر دے، الله د صلح رحمۍ، د كورودانيو د حقونو ادا كولو امر كړے دے، مونږ ته يۍ نزدې خپلوانو٬ يتيمانانو٬ مسكينانو او خپلو ملګرو سره د حسن سلوك امر كړے دے۔ خطيب ډاکټر شېخ يوسف بن محمد ووئيل د شريعت امر دے چې د نېكۍ او خېر په كارونو كښې دې د يو بل مرسته وكړې شي٬ تل احسن خبرې پكار دي٬ شريعت د افواه ګانو خپرونو نه منع فرمائيلي ده او لوي څښتن دې لپاره د فاسق د خبر د تحقيق امر كړے دے٬ د عرفات په مېدان كښې مونږ د حج په موقع راجمع يو٬ دا زمونږ د اتحاد څرګندونه ده٬ لوي څښتن په حلال رزق كښې د خرڅ كولو امر كړے دے٬ د شريعت نه لرې پاتې كېدونكي دې خپله اصلاح وكړي او بېرته دې راستون شي۔ خطيب ډاکټر شېخ يوسف بن محمد ووئيل بايد مونږ خپل اولاد ته هم د اجتماعيت تلقين وكړو، الله او د رسول اللهۖ حکم دے چې مونږ د الله، د رسول او د اولي الامر اطاعت وكړو٬ مونږ له تل دا دعا پكار ده چې لوي څښتن دې مونږ د اړي ګړي نه وساتي او د يو موټې پاتې كېدو توفيق دې راكړي، حق سره ولاړ يو تن باطل قواو سره د ولاړ جماعت نه بهتر دے۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د وقوف عرفه په ورځ زمونږ ټولې دعاګانې قبولې كړي٬ اسلامي نړۍ ته دې اتحاد سره د پاتې كېدو توفيق وركړي۔ ده د سعودي فرمانروا خادم حرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي وزيراعظم او ولي عهد محمد بن سلمان ته حاجيانو لپاره په كړې هڅو او خدماتو پېرزوئنې وړاندې كولو سره دعا وكړه چې الله پاك دې د دوي د خېر په كارونو كښې نور بركت واچوي او دوي لپاره دې آسانۍ پېدا كړي۔ ډاکټر شېخ يوسف بن محمد دعا كړه چې الله پاك دې زمونږ د ټولو مغفرت نصيب كړي او د حاجيانو حج دې قبول كړي او زمونږ په كورونو كښې دې خېر او بركت نازل كړي۔(gul/1449)

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ