اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی) الكشن كمېشن آف پاكستان (اي سي پي) د ټولټاكنو په لړ كښې په قومي او 4 صوبايي اسمبليو لپاره اهل كسانو ته د پوسټل بيلټ پېپرز وركولو عمل پېل كړې۔ د ټاکنو کمېشن د كال 2024 د جنورۍ 22مه نيټه د پنجاب، سند، خېبرپښتونخوا او بلوچستان د قامي او صوبايي اسمبليو ټولټاكنو لپاره د پوسټل بیلټ پیپرز لپاره د خواستونو د ترلاسه کولو نېټه ټاکلې ده، دغسې د پوسټل بیلټ لپاره د خواست فارم د الیکشن کمېشن د ویب سائت څخه ډاؤن لوډ كيدې شي۔د پوسټل بيلټ د ترلاسه کولو لپاره اهل كسان باید د ټاکلې شوي وخت سره ډسټركټ ريټرننګ آفسر ته وليږي ۔د اليکشن کمېشن يو چارواکي د زيارت په ورځ اے پي پي ته وويل چې په هېواد كښې به ټولټاكنې د راتلونکې مياشتې په اتمه نيټه ترسره کيږي او په دې لړ کښې خبرې اترې په اخري پړاو کښې دي، ده ووئيل د پوسټل بيلټ ترلاسه کولو نه پس به ووټران خپل ووټونه ټاكلې شوې وخت كښې اړوند ډسټركټ ريټرننګ آفسر ته لېږي ۔
اليکشن کمېشن د ټولټاكنو لپاره د پوسټل بیلټ پیپرز ورکولو عمل پېل کړی
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش