د صدر مملكت آصف علي زرداري په دير بالا ضلع كښې د كمر نړيدو پيښې له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه


اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په دير بالا ضلع كښې د خاورو كمر نړېدو پېښې په نتيجه كښې په رامخې ته شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د مړو شوو كسانو پسماندګانو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې زمونږ خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي۔ صدر مملكت په حق رسېدليو له د بخښنې دعا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت