وزيراعظم شهباز شريف د نشه اي توكو مخنيوي له په كامياب اپرېشن پاك بحريه ته پېرزوئنې وړاندې كړې


اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په قطبي بحيره عرب كښې د پاك بحريه کمبائنډ ټاسك فورس-150 سره په ګډه د نشه اي توكو مخنيوي له په کامياب آپريشن پاك بحريه ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاك بحريه د فعاله قيادت په سبب 1.3 ټن د نشه اي توكو د قاچاق مخنيوے ممكن شوے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د نشه اي توكو په دومره لويې مقدار كښې د قاچاق هڅه ناكامه كول د ستائنه وړ كاروائي ده٬ ټول قام د پاك بحريه په ځوانانو وياړ لري ۔ وزيراعظم ووئيل د نشه اي توكو بشپړه مخنيوے د انسانيت خېرښګرې لپاره ډېر مهم دے، د پاكستان حکومت د نشه اي توكو مخنيوي مشن كښې پاك بحريه ته د ټولو سهولتونو وركولو عزم لري