هېواد كښې روان سياسي پولرائزيشن او سيلاب تباه کارو ترمخه انتظاميې او امنيتي ادارو له لا چمتو پاتې كيدو ته اړتيا ده دغسې چې په سپيځلي ډول د ټاكنو عمل باوري كړې شي۔چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه


اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه پنجاب،خېبرپښتونخوا او سندھ چيف سيکريټري او آئي جي ته مراسله جاري کولو سره هغوي څخه د پنجاب صوبائي اسمبلۍ 3 او قومي اسمبلۍ په 8 حلقو كښې د اتوار په ورځ كيدونكو ټاكنو امنيت ،ووټرز ، پولنګ عملې، كانديدانو او سياسي ګوندو له امناكه چاپيرچل كولو او صوبائي انتظاميې له فول پروف امنيت وركولو سپارښتنه كړې ده۔ د اليکشن کمېشن وياند د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې مراسله كښې وئيلي شوې چې هېواد كښې روان سياسي پولرائزيشن او سيلاب تباه کارو له مخې انتظاميې او امنيتي ادارو له لا چمتو پاتې كيدو ته اړتيا ده دغسې چې ټاكني په سپيځلي ډول باوري كړې شي۔