اي سي سي د سېلاب ځپلو كروندګرو مرستې په لړ كښې 3.2 اربه روپۍ تكنيكي ګرانټ منظور كړو


اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د سېلاب ځپلو كروندګرو مرستې په لړ كښې نېشنل فوډ سېكورټي وزارت لپاره د 3.2 اربه روپو د تكنيكي ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د کابينه اقتصادي رابطه کمېټي (اي سي سي) غونډه د ګل په ورځ شوې د كومې چې وفاقي وزير اسحق ډار ورچوئل مشري كړې۔ په غونډه كښې د تل پاتې پرمختيائي هدفونو اچيومنټ پروګرام لپاره 17 اربه روپۍ تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړے شوے ، په غونډه كښې د سېلاب ځپلو كروندګرو مرستې په لړ كښې 3.2 اربه روپۍ تكنيكي ګرانټ منظورې كړے شوے٬ په غونډه كښې اوومې سر شمېرې لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټ پحقله سمري موخر كړې شوه

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔