اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د فارن فنډنګ غلا نه وروستو اوس د توشه خانې غلا نيولې شوې ٬ چندې يۍ غلا كړي ٬ ډالۍ ي پټې كړي ٬ دوه نه د يو پاكستان نعره وهونكے نن ځان د قانون نه د بالا كولو هڅې كوي٬ په سړكونو تشدد د دې خبرې ثبوت دے چې عمران خان مجرم دے كه داسې نه وه ده به په عدالت كښې خپله بې ګناهي ثابته كړې وه۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت په 4 كاله كښې د پرمختيائي بجټ زياتولو په ځاے دا كم كړے ، د سرمايه كارۍ نه غېر كوم هېواد چلېدے نه شي٬ د مسلم ليګ نن حكومت وړاندې هم د تجارت آسانولو له ګامونه پورته كړي او اوس هم كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په وفاق ایوان هائے تجارت و صنعت پاکستان كښې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اقتصادي سباؤن لپاره مونږ بايد له سياست نه پرته كار وكړو۔ ده ووئيل څوك په يواځې ځان د هېواد په سم لوري روانولې نه شي٬ هېواد د چېلنجز څخه د بچ كولو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د ډالر طلب پوره كولو له بېړنۍ حكمت عملۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د برآمدات زياتولو لپاره به نوې منډيانې لټول وي۔ ده ووئيل پاکستان د كركيلې ٬ ډېري او مېوؤ په برآمدات كښې فوري اضافه كولې شي٬ د اېكسپورټ زياتولو له به د نجي څانګې ستونزوې لرې كول وي۔ ده ووئيل چين پاكستان څخه سامان اخستل غواړي ولې مونږ سره د خرڅولو هېڅ نشته۔ د چين سرمايه كار وائي د پاكستانو وريژو په خوړو ستړې شوو ٬ دغسې د چين سرمايه كار پاكستان څخه نور هم څه اخستل غواړي۔ ده ووئيل د چين ماركيټ ته مونږ پام نه دے ګرځولے۔ ده ووئيل څيزونه به پروفېشنل كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د سياسي سوچونو څخه وتلے نه شؤ٬ 21 مه پېړۍ د اقتصاد پېړۍ ده٬ د برآمدات نه زياتولو له امله مونږ سړي سر آمدن زيات نه كړے شو۔
د هیواد اقتصادي سباؤن لپاره مونږ بايد له سياست پرته كار وكړؤ۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج