وزيراعظم شهباز شريف په لكي مروت كښې په پوليس وېن د ترهګرو بريد وغندلو


اسلام آباد۔16نومبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په لكي مروت كښې د پوليسو په ګاډي د ترهګرو بريد په سختو ټکو كښې غندنه كړې ده په كوم كښې چې شپږ پوليس اهلکار شهيدان شوي دي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شي بيان له مخې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل ملت په خپل وطن ځان قرباني كوؤنكو فرزندانو ته سلام كوي۔ ده ووئيل ترهګر د پاكستان دښمنان دي او ټول پاكستان به د ترهه ګرۍ په ضد يو فولادي دېوال ثابت شي۔ ده ووئيل پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف ډلې كردار ترسره كړې دې۔ وزیراعظم د شهيدانو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيدانو ته لوړې درجې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې خېبر پختونخوا حكومت دې شهيدانو ته اعزازونه او شهدا پېكج وركړي۔

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش