واشنګټن 17 نومبر(اے پي پي) امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان وئېلي دي پاكستان د خپلې ځانګړې جغرافيائي او اقتصادي حېثيت او د متاثر كن آبادياتي چاپېريال له مخې د امريكائي سرمايه كارو او كاروباري ادارو لپاره يو مثالي هېواد دے٬ بايد پاكستاني نژاد امريكائي سوداګر او كاروباري طبقه د هېواد د اقتصادي بدلون برخه جوړه شي٬پاكستان په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او كاروباري ماحول كښې ښه والي لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې په كيلي فورنيا رياست لاس اينجلس ښار كښې د پاكستان امريكن چيمبر آف كامرس(پي اے سي سي)بورډ آف ډائرېكټرز سره د غونډې په مهال كړې۔په غونډه كښې د ټېكسټائل٬بينكنګ٬ سولر او فن ټيك په څانګو كښې كار كوونكو كاروباري كسانو ګډون كولو۔د پاكستان سفير مسعود خان د پاكستان او امريكې ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو لپاره د چيمبر كردار ستائېلو سره وئېلي دي د دواړو هېوادنو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت تېر كال د 8.5 امريكې ډالرو څخه تر 12 بلين ته رسېدلے او ټېكنالوجي٬آئي ټي ټورازم٬معدنياتي صنعت٬تيل او د ګاز لټون٬مينو فيكچرنګ٬صحت او كركيلې په څانګو كښې اقتصادي مرسته لا زياتولو سره دوه اړخيزه تجارت كښې د اضافې امكانات موجود دي۔ده د كيليفورنيا رياست سره تجارتي اړيكو ته ودې وركولو په ضرورت هم زور راوړو د كوم چې جي ډي پي 3.5 ټريلين ډالر ده ۔ده ووئيل د يو لويې ماركيټ باوجود د پاكستان معيشت كمزورے او كم ګڼلے شوے٬په پاكستان كښې 80 امريكائي كمپنۍ او انټرپرائزز لسيزو راهسې كاروبار كوي او ښې پيسې ګټي
پاكستان د امريكائې سرمايه كارو لپاره مثالي هېواد دے۔سفير مسعود خان
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا