وزیراعظم محمد شهباز شریف په شرم الشېخ كښې د كوپ-27 مشرانو غونډه د تباهۍ كونكې سېلاب زيانونو٬ د ځپلو سيمو صورتحال٬ بحالۍ او د بيا رغونې لپاره د حكومتي اقدامات نه خبر كړې۔ د خارجه دفتر ويانده


اسلام آباد 17 نومبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي وزیراعظم محمد شهباز شریف د مصر په شرم الشېخ ښار كښې د تباهۍ كونكې سېلاب زيانونو٬ د ځپلو سيمو صورتحال٬ بحالۍ او د بيا رغونې له د حكومتي اقدامات نه خبر كړې ۔ د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل دې دورې سره پاكستان ته د ماحولیاتی بدلون اثرات په خاص توګه پاكستان كښئ د راغلي تباهۍ كونكې سېلاب څخه د شوې تباهۍ د رامخې ته كولو موقع وركړې ۔ دې ووئيل د مشرانو غونډې وزیراعظم او خارجه وزیر له نړيوالو مشرانو سره د خبرو ٬ په شريك تشويش دوه اړخيزه او سيمه ايزو مسئلو د خبرو اترو موقع وركړې ، وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬ د سعودي ولي عهد او د المان چانسلر سره هم ملاقاتونه كړي او د بحرېن او كوېت ولي عهد، د ایستونیا، تاجکستان، عراق، متحده عرب امارات او د اروپائي كونسل صدورو سره هم ئې ليدلي دي ٬ وزیراعظم په دې مهال د بیلجیئم، هالېنډ، ناروے، سپین، لبنان وزيراعظمانو او د انډونيزيا نائب صدر سره سره د عرب ليګ عمومي سېكتر او د آئي اېم اېف اېم ډي سره هم خبرې كړي۔ په شرم الشېخ كښې د كوپ-27 مشرانو غونډه كښې وزیراعظم سره خارجه وزير، د موسمياتي بدلون وزیر،د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیرې او د خارجه چارو دوهمې وزيرې ګډون كړے۔ وياندې د برتانيه لخوا پاكستان د “هائي رسك تهرډ كنټريز” فهرست څخه د ويستلو د اقدام هركلي كولو سره دا يو مثبت پېشرفت ګرځولے ۔ وياندې ووئيل د برتانیه د فارن، کامن ویلتھ اېنډ ډیولپمنټ آفس د منی لانډرنګ او ترهګرو مالي معاونت مخنيوې ښه كولو لپاره د پاكستان لخوا شوے پېشرفت تسليم كړے ۔ دې ووئيل مونږ د برتانيه د دې اقدام هركلے كوٶ، هيله لرو چې نور هېوادونه به هم په دې تناظر كښې د پاكستان هلې ځلې تسليم كړي۔ وياندې د هند د غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل پاكستان نړۍ ته يادول غواړي چې د كشمېر كشالې يواځنې او تل پاتې حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخئ په آزاد او غېر جانبدارانه استصواب رائے كښې مضمر دے، د كشمير اولس ته د خپلواكۍ د حق استعمالولو موقع وركول پكار ده۔ دې په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو پشمول د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات نوټس واخلي او هند دې د مسلمانانو د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره غېر قانوني كاروائۍ او د چالونو نه منع كړي٬ دې ووئېل هندي واكمنو له به دا اقدامات په سمدستي توګه كالعدم كول وي د كومو مقصد چې د كشمريانو جمهوري اكثريت او د دوي نسلي شناخت ختمول دي۔ وياندې ووئيل پاكستان به د كشميريانو د وحشيانه هندي جبر څخه آزادۍ لپاره د سېپځلو هلو ځلو ملاتړ جاري ساتي۔ د خارجه دفتر وېاندې ووئيل د هندۍ ميډيا لخوا د انټرنیشنل اټامك انرجي ایجنسۍ (آئی اے ای اے) ډائریکټر جنرل سره د تړلي بيان غلطه تشريح هند د خپل غېر ذمه واره اتومي رويې څخه د خلاصولو يوه ناوړه هڅه ده٬ د پاکستان په زمكه د اتومي صلاحيت وړ براهموس میزائل فائر كولو پېښه د يو جمهوري رياست په توګه د هند په طرزعمل يو شمېر سوالونه راپېدا كړي په كومو چې نړيوالې ورورولۍ له د تشويش وړ پاتې كېدل پكار دي۔ وياندې ووئيل په كال 2021 كښې د داسو ترهګرۍ بريد كېس پرېكړې يو ځل بيا د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د پوخ عزم څرګندونه كړې ، مونږ يو ځل بيا ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ، پاکستان په هېواد كښې د چين د كاركنانو٬ منصوبو او د ادارو د حفاظت عزم لري۔ وياندې هيله څرګنده كړه چې دښمن قوتونه كله هم د پاكستان او چين ګڼ اړخيزه ستراتېژك کوآپریټو پارټنرشپ كمزورې كولے نشي