د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د كورنۍ د ټېكس معلومات غېر قانوني او په غېر ضروري ليك كېدو نوټس واغست٬ په 24 ساعته كښې د رپورټ وړاندې كولو امر


اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د كورنۍ د ټېكس معلومات د غېر قانوني او غېر ضروري ليك كېدو سخت نوټس اغستو سره خاص مرستيال طارق محمود پاشا ته د اېف بي آر د ډېټا د خلاف ورزۍ په سمدستي توګه د تحقيقات امر كولو سره په 24 ساعته كښې د رپورټ وراندې كولو امر هم كړے۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د كورنۍ د ټېكس معلومات د غېر قانوني او غېر ضروري ليك كېدو نوټس اغستو سره ووئيل د ټېكس معلومات د راز دارۍ خلاف ورزي شوې او د راز دارۍ خپل قانون دے ٬ ده د يو څو غېر ذمه وارو لخوا د دې سنګينې بې غورۍ په ضد طارق محمود پاشا ته امر كړے چې ھغه په ذاتي توګه د ټېكس قانون او اېف بي آر ډېټا د خلاف ورزۍ مشري وكړي او د ذمه وارو تعين كولو سره په 24 ساعته كښې رپورټ وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea