د آئين له مخې اسمبلۍ د خپلې مودې پوره كولو حق لري ۔ شازيه مري


كراچي 21 دسمبر (اے پي پي)د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي د آئين له مخې اسمبلۍ د خپلې مودې پوره كولو حق لري ۔دې د شورو په ورځ جاري بيان كښې وئېلي دي آئين كښې چرته ليكلې دي چې كه په اسمبلۍ كښې اكثريت نه وي نو اسمبلۍ ماتول پكار دي٬د تحريك انصاف مشر عمران خان ايجنډا په هېواد كښې انتشار خپرول دي او عمران خان په ممنوعه فارن فنډ ايجنډا عمل كوي۔وفاقي وزيرې شازيه مري ووئيل د پي ټي آئي چې كوم هم د قامي اسمبلۍ غړي استعفٰی وركول غواړي هغه دې د خپل درخواست سره سپيكر ته وړاندې شي۔