وزيراعظم شهباز شريف سره د آېشين ډوېلپمنټ بانك د اېګزېكټو ډائرېكټرز پلاوي ملاقات


اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هيله څرګنده كړې چې آسيائي پرمختيائي بانك (اے ډی بی ) به په معاشي چېلنجونو قابو موندلو له پاكستان سره خپله مضبوطه همكاري روانه ساتي٬ هيله ده چې د آئي اېم اېف پروګرام لاندې 9 مه جائزه به راروانو څو ورځو كښې بشپړه كړې شي٬ پاكستان په پروګرام كښې د وضعه كړو اصلاحاتو بشپړولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين ٬ جاپان او سوئيلي كوريا د بانك اېګزېکټو ډائرېکټرز پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د اے ډي بي پلاوي هركلي كولو سره وزيراعظم پاکستان سره د پخواني تعلق په لرلو او د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د يو باور وړ همكار پاتې كېدو په حېث د اے ډي بي مننه وكړه۔ وزیراعظم د كال 2022 سېلاب په مهال د اے ډي بي د پراخه مرستې او د پاكستان په مهمو اقتصادي څانګو په خاص توګه ټرانسپورټ ٬ توان ٬ موسمياتي بدلون او سماجي څانګه كښې د اے ډي بي د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې اے ډي بي به په معاشي چېنلجونو قابو موندلو له پاكستان سره مضبوطه همكاري روانه ساتي۔ پلاوي ته ووئيل شول د آئي اېم اېف پروګرام لاندې 9 مه جائزه به په يو څو ورځو كښې شپړه كړې شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاکستان په پروګرام كښې د وضعه كړو اصلاحاتو ترسره كولو له عزم لري۔ د بانك پلاوي د اوسني سېلاب د لاسه په رامخې ته شوو چېلنجونو قابو موندلو له د پاكستان په هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوي په اقتصادي چېلنجونو قابو موندلو له اے ډي بي سره په ګډه كار روان ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار ایاز صادق او اړوند چارواكي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha