د اسلامي هېوادونو پوهنتونونو لپاره د تحقيق ودې له ٬كلتور او تعليمي ادارو كښې د معاونت لپاره مرسته زياتول پكار ده۔صدر ډاكټر عارف علوي


اسلام آباد 22مارچ(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د اسلامي هېوادونو پوهنتونونو ترمينځه د تحقيق ودې له ٬كلتور او تعليمي ادارو معاونت لپاره د مرستې په زياتولو زور راوړولو سره وئېلي دي د اوبو وسائلو انتظام٬د ماحوليات په اړه مسئلې٬د سائنس او ټېكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت څانګو كښې مرستې ته زياته پام لرنه دې وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامي تعليمي٬سائنسي او كلتوري تنظيم ډائرېكتټر جنرل ډاكتر سليم اېم الملك سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د خپل پلاوي غړو سره ده سره ملاقات كولو۔په دې موقع په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي٬د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن پروفيسر ډاكټر مختار احمد او د صدر سېكرټري وقار احمد هم موجود وو۔د دې نه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوي ډاكټر سليم اېم الملك ته د اسلامي هېوادونو ترمينځه د تعليم او تحقيق په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو لپاره د هغه د خذمات په اعتراف كښې د قائداعظم پوهنتون لخوا د پي اېچ ډي اعزازي ډګري وركړه۔په دې موقع خطاب كښې صدر مملكت د 21مې پیړۍ چېلنجونو مخ نيوي لپاره د اسلامي نړۍ لخوا سائبر سيكورټي او مصنوعي ذهانت ته د پام لرنې كولو په حاجت رڼا هم واچوله۔ده ووئيل پوهنتونونو له د سماجي او اقتصادي پرمختګ رفتار تندولو لپاره انساني وسائل جوړولو ته اړتيا ده۔ده د آن لائن تعليم ودې په حاجت هم زور راوړو دا خبره د ذكر وړ ده چې اسلامي تعليمي٬سائنسي او كلتوري تنظيم٬تعليم٬ سائنس او كلتوري څانګو كښې د اسلامي نړۍ ترمينځه مرستې او اشتراك ته د ودې وركولو لپاره كار كوي۔دا د موجوده چېلنجونو مقابلې كولو لپاره د يوې قوي او زياتې كوټلې اسلامي كميونټۍ تعمير لپاره هڅه كوي۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت