اسلام آباد 22مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې عمران خان په هېواد كښې فساد، انارکی او افراتفری غواړي،په داسې حالاتو كښې كه د تدبر او پوهي سره پريكړه ونه شوه نو هېواد كښې به سیاسی او معاشی استحکام رانشي، د قامی او صوبائی اسمبلیو ټاكني كه د نګران حکومتونو په مشرۍ كښې په وخت په سپيځلي ډول وكړې شي نو دا به د هېواد لپاره ښه وي،پارلمان د ټولو ادارو د دائره کار تعین کوي،دا د كومي هم ادارې اختیار زياتولې شي او كمولې هم شي، پارلیمنټ د حکومت او ادارو لارښودنه كوي۔د شورو په ورځ د پارلمان شريكي غونډي ته وينا كښې د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خان ووئيل د لوے څښتن مننه كوو چې په زلزله كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوي څو چې كوم وګړي ژوبل شوې دي هغوي سره همدري لرو،لوے څښتن دې هغوي له روغ صحت وركړي او د چا چې مالي زيان شوې، د وزیراعظم په سپارښتنه به حکومت د هغوي د زيان آزاله كوي۔ده ووئيل يو سینئر پوځي افسر د ترهه ګرۍ په ضد جنګيدلو سره شهيد شوې۔ټول قام په هغه وياړ لري۔ده ووئيل دا د پاك پوځ طره امتیاز دې د هغوي ځوان او افسر په فرنټ لائن د ترهه ګرۍ په جنګ كوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د پاك پوځ افسر او جوان په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد هلي ځلي كوي۔ده ووئيل پارلیمنټ مدر آف انسټی ټیوشن دې كوم چې د هېواد او قام لارښودنه كوي۔ نوري ټولي اداري خپلي خپلي آئینی ذمه وارۍ او اختیارات لري خو د دې ټولو ادارو اختیار پارلیمنټ سره دې۔ پارلیمنټ د دې د دائره کار تعین کوي۔ پارلیمنټ د كومي هم ادارې اختیار زياتولې او كمولې شي۔ده ووئيل حکومت د پارلیمنټ په لارښودنه عملدرآمد کوي۔ده ووئيل سیاسی بحران سره سره عدالتی بحران هم پيدا كېږي او پرله پسې زياتيږي۔په دې اړه په يو تن خبره ودريږي۔ حالات خراب نه دي خو د حالاتو خرابولو هڅه كېږي۔ده ووئيل د ټاكنو په اړه بيلي رائے دي،په دې معامله پارلیمنټ ته د لارښودني اختیار ترلاسه دې۔ده ووئيل د معاشی بحران په اړه هم د پارلیمنټ رهنمائی ته اړتيا ده۔ده ووئيل هېواد سیاسی، انتظامی او عدالتی بحران سره مخ دې دا بحران وړاندې نه ؤ اوس دا بحران هره ورځ پيدا كولو هڅه كېږي۔ عمران خان 2013-14ء راهسې هېواد كښې افراتفری، انارکی او بحرانی کیفیت پیدا کولو له چمتو دې، 126 ورځي ئې دھرنا كړي۔ دھرنه كښې چې كوم تقاریر شوي په هغې د پارلیمنټ توهین شوې دې۔ تر 2018ء كله لانګ مارچ او كله احتجاجی جلسے شوي،تر 2018ء پرله پسي دغه تن يوه اوونۍ آرام نه دې كړې۔ده ووئيل هغه وخت اسټیبلشمنټ ټاكنو كښې ټګي كړي او دغه تن ئې په اقتدار كښې راوستلې۔ دې نه پس څلور كاله حکومت كښې پاتې كيدو باوجود د اپوزیشن په ضد احتجاج جاری ساتلې حالانکه میاں شهباز شریف دا تجویز وركړې چې هېواد كښې په معاشی بحران قابو موندلو له دې په میثاق معیشت خبري اتري وكړې شي۔ بلاول بھټو هم وئيلي ؤ چې عمران خان راواخله مونږ ستا سره يو خو عمران خان سپكي توري ووئيل پيل كړل او دا به ئې ووئيل څوك هم نه پريږدم۔ده ووئيل په خپل دور حكومت كښې عمران خان زمونږ په ضد انتقامی کارروائی پيل كړي۔د نيب چیئرمېن ويډيو ليك شوي ، طیبه ګل څخه وزیراعظم هاؤس كښې ويډيو ترلاسه كړې شوي، دغه ميرمن او د هغې خاوند هغه زندان كښې ساتلې۔ده ووئيل نن په ويډيو ليك هغه په قهر كښې كېږي۔د هغه وخت د نيب چیئرمېن بلیک میل او قابو کولو لپاره د هغه ويډيو ليك كړې شوي۔ده ووئيل نواز شریف، شهباز شریف، خواجه آصف، شاهد خاقان عباسی پشمول د پیپلز ګوند مشران او ليډرانو په ضد مقدمي جوړي شوي۔ده ووئيل شهزاد اکبر به هره ورځ داسې خبري كولې كومي به چې چا هم نه شوي زغملې۔هغه د آئی ایم ایف سره چې كومه لوظنامه كړي د هغې په وجه د ډالر قدر كښې زياتوالې او ګراني زياته شوي۔د موجوده حکومت په دې معاملے كښې كوم کردار نشته۔هېواد د 2018ء څخه وړاندې د پرمختګ پلو روان وو خو دغه تن هېواد دې ځائې ته رارسولې۔ده ووئيل كه قام د دې صورتحال ادراك ونه كړو نو هېواد د كومي لوئ پېښي سره مخ كيدې شي۔ده ووئيل عمران خان اول د امریکی سائفر ډنډوره كړي حالانکه 176 ووټ اخستلو سره هغه وزیراعظم جوړ شوې ؤ او د تحریك عدم اعتماد په موقع میاں شهباز شریف هم هغه 175 ووټ ترلاسه كړي۔ده ووئيل دې نه پس عمران خان د ټاكنو نيټي اخستلو لپاره په اسلام آباد د کے پی حکومت په مرسته بريد وكړو۔ده دې نه پس بيا جلسے، لاريونونه او احتجاج وكړو دغسې چې څه نه څه ډول هېواد كښې سیاسی او انتظامی بحران وي۔ده ووئيل تر څو چې هېواد كښې سیاسی استحکام نه وي معاشی استحکام نه شي راتللې۔ده ووئيل د وزیرآباد پيښي ملزم هغوي پخپله نيولې ، ملزم فون څخه چې كوم تفصیلات ترلاسه شوي ملزم د مذهبی اثرات ترمخه دا کارروائی کړي۔په 26 نومبر هغه د اولس سمندر راوستلو سره د ټاكنو نيټي له راتللو خو اولس د هغه سره د ودريدلو څخه انكار وكړودې نه پس هغه اسمبلۍ ماتي كړي ، د آئین ترمخه په 90 ورځو كښې ټاكني كول وي خو په آئین كښې واضحه ليكلې شوي چې سپيځلي ټاكني كول هم د الیکشن کمیشن ذمه واري ده۔ده ووئيل 14 نه تر 18 مارچ زمان پارك لاهور كښې مورچه لګولو سره ناست ؤ، هلته شرخوښو پټرول بمونه، ليندي او وسلي لرلي، ډی آئی جی آپریشن او د هغه په ډله بريد شوي،داسي وئيلي كېږي چې پولیس ګرفتارولو لپاره تللي وو كومو چې هغه ګرفتار نه كړې شو ، پولیس يواځي د ربړ ګولۍ لرلي، پولیس يواځي نوګو ایریا ختمول غوښتل،په دې پېښه كښې 68 پولیس ځوانان شهيدان شوي ، بل پلو په پولیس ډزي شوي ، په 18 مارچ هغهسيمه کلیئر کړې شوي ،په دې اړه يوه مقدمه درج کړې شوي ، تر اوسه 316 كسان نيولې شوي كوم به چې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د اسلام آباد په هائی کورټ بريد شوي ، عدالتی کارروائی كښې خنډان راولاړ كړې شوي ۔ توشه خانه غلا شوي د هغې ځواب نه لري۔دغسې د ټیریان وهائټ کیس په اړه هم څه ځواب نه لري۔ رول آف لاء پرچار کونكې نن عدالتونو څخه تښتي او د ډلو سره په عدالتونو بريد كوي۔
عمران خان اړې ګړې غواړي، كه تدبر او پوهي سره پريكړه ونه شوه نو هېواد كښې به سیاسی او معاشی استحکام رانشي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی