فيصل آباد 07 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله خان وئيلي دي چې هېواد دا مهال د سخت معاشي مشکلاتو ښكار دې او دا مسئله د پخواني حكومت د آئي اېم اېف سره د لوظنامو په وجه رامخې ته شوي، فتنه خان وړاندې په سخت شرطونو آئي اېم اېف سره لوظنامه كړي دې نه پس اولسي غيظ او غضب څخه بچ كيدو لپاره او سياسي ګټو لپاره ئې د د لوظنامو له مخې د پټروليم مصنوعات بيعي زياتولو په ځائې كمولو سره د آئي اېم اېف سره ترسره شوي شرطونو خلاف ورزي کړې او لوظنامه ئې ماته كړې ده دې سره د آئي اېم اېف په پاکستان باور ختم شوې ٬ اوس چې كله هم د آئي اېم اېف سره خبره كېږي نو هغه وائي چې وړاندې ځيني شرطونه پوره كړئ بيا به قرض دركړو او په هغه شرطونو كښې وړومبې شرط د پټروليم مصنوعات، برېښنا ، ګاز بيعي زياتول دي او دې نه پس اولس له بيل ورګړې كيدونكي ټول سبسډيز ختمول دي لهٰذا كه مونږ داسې كوو نو د ګرانۍ شرح به نوره هم زياته شي او كه نه كوو نو د هېواد د معاشي بحران څخه وېستل ممکن نه دي دغسې بل پلو فتنه فساد خان بے بنېټه ډنډوري كولو سره د هېواد ډيفالټ کول غواړي،دا زمونږ بدقسمتي ده چې يو داسې تن مو د سياست د لارې په قام مسلط کړې چا به چې وئيل چې سياسي مخالف به پرېښودلې نشي خو هغه په عملي توګه څه هم نه دي كړي او هېواد ئې تباهۍ ته رسولې دې،اولس دې فكر نه كوي وزير اعظم شهباز شريف، اسحاق ډار او د هغوي معاشي ډله شپه ورځ د موجوده صورتحال څخه وتللو له ګامونه پورته كولو كښې بوښت دي،اولس به ډير زر زيرې واوري۔ده د خالي په ورځ د فيصل آباد خوا او شا سيمي پينسره كښې د نادرا آفس پرانستي دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع چيف ايډمنسټريټو آفيسر اسلام آباد علي جاويد،چيئرمېن نادرا طارق ملك ،ډائريکټر جنرل نادرا نويد جان صاحبزاده،زونل انچارج سرګودھا ريجن سرفراز سندھو،د صوبائي اسمبلۍ غړي مياں اجمل آصف پشمول د سيمي وګړي ګڼ شمير كښې موجود وو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل په 28 اګست 2017 چې كله محمد نواز شريف نااهل کړې شو نو هغه وخت ډالر په 105روپۍ ،پټرول په 65 روپۍ ليټر، د برېښنا او ګاز بيعي په اعتدال او شرح نمو 6.2 فيصده وه دې نه پس په دوه كلونو كښې 7 نه تر 8 فيصده ته رسيدلې،دغسې هېواد د پرمختګ پلو روان ؤ او پاکستان ورځ په ورځ مخ په وړاندې روان ؤ خو په هېواد يو داسې تن مسلط کړې شو چا چې په درې كلونو كښې د هېواد او اولس بيړا غرق کړه۔
د پخواني حكومت د آئي اېم اېف سره د لوظنامو له امله معاشي مشکلات سره مخ يو ٬ ډير زر به په دې صورتحال قابو وموندلې شي،فتنه فساد خان بے بنسټه ډنډوري كولو سره هېواد ډيفالټ کول غواړي،هغه به د ووټ په طاقت سره د سياست څخه مائنس کوو۔رانا ثناالله خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی