اسلام آباد۔14مئی (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د هېواد تند پرمختګ لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجي كارولو په حاجت زور راړلو سره وئيلي دي آئ?? ټي څانګې ته ترجيح وركولو سره پاكستان په كم وخت كښې د پرمختګ پړاؤنه سر كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په جناح پارك كښې ”فیوچر فری لانس فیسټ 2022“ ته خپل خطاب كښې وكړه د كوم اهتمام چې جے اېس بېنك د پاكستان فري لانس اېسوي سي اېشن او نورو ادارو په مرسته كړې وو۔ په دستوره كښې د سپېشل ټېکنالوجی زون اتھارټی چیئرمین عامر هاشمی او د جے اېس بېنک مشر عمران حلیم شېخ په شم??ل د بېلو ادارو سی ای اوز او آئی ټی پوهانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل د ځوانانو جذبه او د انفارمېشن ټېكنالوجي پرمختګ به پاكستان پرمختګ كړې هېواد جوړ كړي٬ د آئ?? ټي او نورو څانګو پرمختګ سره به د پاكستان سباؤن روښانه شي۔ ده ووئيل ځوانانو ته فني تربيه وركولو له سكل ډوېلپمنټ پروګرام پېل كړې شوې دې چې مقصد ئې ځوانان هنرمند او په معاشي توګه په خپلو پښو اودر??ل دي۔ ده ووئيل ځوانان ډيجيټل سكلز پلو راغب كولې شي ٬ په شپر مياشتو كښې 22 لکه وګړو ته د سكلز تربيه وركړې شوه۔ ده ووئيل د ډيجيټل مهارتونو كورس تربيه ترلاسه كوؤنكي ځينې ځوانان تر يو نيم لك ډالر ګټي كوم چې يو لويې پېشرفت دې۔ صدر په آئ?? ټي پوهانو او ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې په انفارمېشن ټېكنالوجي كښې جدت پلو خپل پام وګرځوي۔ ده ووئيل چين د آئ?? ټي او په نورو اړوندو څانګو كښې وګړي تربيه كولو سره زبردست پرمختګ كړې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د آئ?? ټي څانګه د مېرمنو په كور پاتې كېدو سره په خپلو پښو اودرولو كښې كليدي كردار ترسره كوي۔ ده په آئ?? ټي كمپنيو زور راوړو چې هغه دې په دې څانګه كښې د مېرمنو د شموليت ډاډګيرنه وكړي۔ د سپېشل ټېكنالوجي زون اتھارټي چيئرمېن عامر هاشمي دستوره كښې په ګډون كولو او د آئ?? ټي څانګې پرمختګ كښې په ذاتي خوښي لرلو د صدر مملكت منننه وكړه۔ دې نه وړاندې صدر مملكت په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤكو ته ايوارډز وركړل.
د هېواد تندۍ سره پرمختګ لپاره به انفارمېشن ټېكنالوجي كارول وي٬ آئي ټي څانګې ته ترجيح وركولو سره پاكستان په كم وخت كښې د پرمختګ پړاؤنه سر كولې شي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي”فیوچر فری لانس فېسټ 2022“ ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کڑک