لاهور 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د حکومت، عدليه او وکيلانو دا ذمه واري ده چې ھغوي د مظلومانو مرستې لپاره خپل كردار ولوبوي٬ بنديانو ته په زندانونو كښې د دارو درملو سهولت پشمول نور بنيادي سهولتونه وركول وړومبې ترجيح ده، قام زما نه پوښتنه كوي چې عدالتونو د بنديانو د بدتره حالت پحقله څومره ازخود نوټس اخستې دي٬ د اجتماعي دانش د لارې هېواد د رامخې ته مسئلو نه بهر كولې شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د واړه اختر په وړومبۍ ورځ د کوټ لکھپت جېل دورې په موقع كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې موقع نارينه او زنانه بنديانو سره وليدل، د دوي مسئلې ئې واورېدې او په موقع ئې هدايات جاري كړل٬ وزيراعظم بنديانو له د اختر ډالۍ هم وركړې٬ په زندان كښې د بنديانو د روغتون٬ كچن٬ د ښځينه بېرك او د زندان د بېلو برخو ئې دوره وكړه۔ ده د زندان په روغتون كښې د كېنسر پشمول د نورو رنځورانو پوښتنه وكړه او دوي ته د دارو درملو د بهتر سهولتونو وركولو ئې امر وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د صفائې د صورتحال هم جاج واخستو۔ په دې موقع د پنجاب چيف سېكتر، آئي جي جيل خانه جات او د جېل سپرنټنډنټ هم موجود ٶ۔ د زيدان سپرنټنډنټ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل نوې راتلونكي بنديان 14 ورځو لپاره په جلا سېل كښې ساتلے كېږي او د دې نه پس اړوند بېركس ته لېږلې كېږي٬ د ټي اېم اے بند ګاډي روزانه زندان څخه ښځله وړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كله چې زه پنځه مياشتې په دې زندان كښې وم نو ھغه وخت د صفائۍ صورتحال د تسلۍ وړ نه ٶ خو اوس پكښې بهتري په نظر راځي۔ وزيراعظم سره د ملاقات په مهال ښځينه بنديانو د خپلو مسئلو نه خبر كړو٬ يوې مرمنې وزيراعظم ته ووئيل چې زما ټوله كورنۍ په زندان كښې ده٬ په زندان كښې بندي يوې مېرمنې د خپل ډي پورټ كولو معامله پورته كړې نو په دې وزيراعظم ووئيل چې زه به په دې معامله اړوند چارواكو ته د قانون له مخې د كاروائۍ كولو وائم۔ د زندان چارواكو ووئيل په دې معامله په سپريم كورټ كښې سماعت روان دې٬ يوې بلې مېرمن وزيراعظم ته ووئيل چې زه د 23 كالو راهسې په زندان كښې ېم٬ د زندان چارواكو وزيراعظم آګاه كو چې د دې مېرمن په ضد د قتل او ترهګرۍ مقدمه درج ده او دې ته د 25 كالو سزا شوې ده او په دې معامله هم په سپريم كورټ كښې سماعت روان دې٬ وزيراعظم په دې معامله كښې د قانوني معاونت كولو امر وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د يوې معذوره مېرمن مسئله حل كولو له هم د قانوني اقداماتو امر وكړو٬ د يوې بلې مېرمن ووئيل زه د يوولس كالو راهسې په زندان كښې يم د زندان چارواكو وزيراعظم ته ووئيل چې دې ته هم د 25 كالو سزا اسرولې شوې ده٬ وزيراعظم دا معامله هم د قانون له مخې د ترسره كولو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ښځينه بنديانو له د اختر ډالۍ هم وركړې ۔ وزيراعظم په زندان كښې د روغتون دورې په مهال د ځيګر د كېنسر بندي په مقدمه زر تر زره سماعت لپاره د اقداماتو امر وكړو۔ شهباز شريف په زندان كښې د زير علاج رنځورانو مسئلې واورېدې او د دې په سمدستي توګه د حل كولو ئې باور وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل زما د دورې مقصد د بنديانو د مسئلو نه خبرېدل ٶ٬ په زندان كښې د بنديانو د تاثراتو په اړه خبر يم٬ دوي خپل خپلوان يادوي٬ دوي خپل مينه وال يادوي، د دوي مسئلې مې اورېدلې دي او د دوي جائز ضرورتونو حل كولو لپاره مې هدايات جاري كړې دي۔ ده ووئيل رنځ او صحت انساني ژوند سره تړلې دي٬ د لاهور په دوه زندانونو كښې اته زره بنديان دي او د دوي د دارو درملو نظام خراب دے٬ د دوي د ټېسټ هېڅ نظام نشته٬ بنديان په زندان كښې مري٬ د دوي سزا د قانون او انصاف پرېكړه كړه خو دوي ته د دارو درملو سهولت وركول ضروري دې٬ په قرآن پاك كښې هم د بنديانو د حقونو پحقله واضح حكم دے، دوي لپاره خاص روغتون پكار دې چې پكښې د رشوت او سفارش نه غېر د دوي درملنه وكړې شي۔ وزيراعظم آئي جي جيل خانه جات او د پنجاب آئي جي ته خاص امر وكړو چې د بنديانو خېرښګړې او سهولتونو لپاره جامع منصوبه او لائحه په يوه اوونۍ كښې ترتيب كړئ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل بنديان د وكيلانو فيس نشي ادا كولې نو د دوي نه د درملنې خرڅ اخستل كوم انصاف دے، عام بنديانو لپاره به په لاهور كښې وړومبې د پائلټ منصوبې په توګه روغتون جوړولې شي او بيا به تر ګرد هېواد دا خپرولې شي۔ ده ووئيل ځېنې بنديانو ته د 70 كالو سزا شوې خو د عمر قيد سزا د 25 نه تر 30 كالو وي٬ د 30 كالو نه زياته سزا تېرونكو سره رعايت پكار دے، لوئر کورټس او اعليٰ عدليه ته خواست كوم چې په داسې څومره كېسونو كښې ازخود نوټس اخستې شوې٬ ازخود نوټس دې د مفاد عامه په معامله كښې واخستې شي، د زرګونو په شمېر بنديانو د قانون له مخې خوشې كېدې شي٬ د داسې بنديانو كومو سره چې د وكيلانو فيس او جرمانه ادا كولو لپاره پېسې نشته د ھغوي خوشې كېدو لپاره دې جوډيشل افسران او حكومت مرسته وكړي، د اختر موقع كروړونه روپۍ خرڅ كولو سره بنديان خوشې كړې شوې دي۔ په دې موقع وزيراعظم د پاكستان ټول قام ته د كوچني اختر مباركي وركړه۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې پاكستان د ستونزو نه بهر كړي۔ په دې موقع وزيراعظم د علامه محمد اقبال دا شعر واورلو:
”فرد قائم ربط ملت سے تنها کچھ، موج هے دريا ميں اور بيرون دريا کچھ نهيں”،
مونږ له به هم د قام په هر كس كښې ربط پېدا كول وي
د حکومت، عدليه او وکيلانو ذمه واري ده چې د مظلومانو مرستې لپاره خپل كردار ولوبوي٬ بنديانو ته په زندانونو كښې د دارو درملو سهولت پشمول نور بنيادي سهولتونه وركول وړومبې ترجيح ده، د وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوټ لکھپت زندان دورې په موقع خبرې
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ