لاهور۔24ستمبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون پنجاب صدر او داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي که پي ټي آيي د سپريم کورټ لخوا په ټاکل شويو ځايونو کښې احتجاج ريکارډ کول غواړي نو حکومت به ورسره همکاري کوي٬ د وسله والو ډلو په صورت کښې که دوی په دولت یرغل وکړي، په هر حالت کښې به یې مخه ونیول شي ٬ د پاك پوځ د سرلښكر ټاكنه به د آئين او قانون له مخې كولې شي٬ په پنجاب كښې د ګورنر راج پرېكړه به كابينې له كول وي٬ عمران خان د هېواد ناكامه كولو هڅې كوي ٬ اسحاق ډار راروانه اونۍ پاكستان ته راروان دے او دې به د معاشي ډلې مشري كوي ٬ د نواز شريف په هدايت د ګوند د تنظيم سازۍ عمل روان دے٬ ګوند نواز شريف ته خواست كړې دې چې هغغه په راتلونكو ټاكنو كښې د ګوند مشري وكړي۔ ده د خالي په ورځ په 180H ماډل ټاؤن لاهور كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ رانا ثناﺀ الله ووئيل نن د ن ليګ پنجاب تنظيمي غونډه كېږي٬ وروستو به د صوبائي حلقې په كچه تنظيم بشپړ كولو سره ډويژن كنونشن كولې شي۔ ده ووئيل مريم نواز او حمزه شهباز شريف به د پنجاب د ټولو ضلعو دوره كوي چې ورسره به په كال 2023 كښې ګوند د غوره پرېكړې كولو مواد ترلاسه شي۔ د اكتوبر 15 مې نېټې څخه به تنظيم سازي پېل كړؤ او دا به تر دسمبر مياشتې پاتې ورسوؤ۔ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې ګراني قابو كېدې نه شي كومه چې زمونږ دعوی وه چې څنګه آئي اېم اېف سره لوظنامه وكړې شي په سمدستي توګه به اولس ته ريليف وركړؤ۔ رانا ثناﺀ الله ووئيل د سېلاب دلاسه چې كوم آفت راغلې دې زمونږ ستونزې سوا كړي دي۔ په دې اړه شهباز شريف نړۍ سره خبرې وكړې۔ ده ووئيل د سېلاب د تباكارۍ سبب ماحولياتي بدلونونه دي۔ دې كښې د كومې صوبې غلطي نشته۔ ده ووئيل كه په 25 مئي د عمران خان تياري نه وه نو هغه څنګه وئيلې وو چې شل لكه كسان به راولم۔ ده ووئيل عمران خان دې ووائي چې احتجاج چرته كول غواړي ٬ ده ته به د امنيت او خوراك څښاك ټولې آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل په پنجاب كښې بدلون هېڅ مسئله نه ده۔ ده ووئيل د ګورنر راج پرېكړه به پارلېمنټ له كول وي۔ ده ووئيل كه پنجاب نفري نه وركوي نو د رېنجرز ٬ اېف سي او اسلام آباد پوليس په صورت كښې لس زره او سندھ څخه سېكورټي به مونږ سره وي بلكه پنجاب ته مو هم د سېكورټي لپاره خط ليكلې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې رانا ثناﺀ الله ووئيل چې ډرون ټېكنالوجي مو ترلاسه كړې كوم خلك چې عمران خان سره راځي كه هغه بې لارې كړې شول نو چې څومره قوت كارول كېدې شي كارولې به شي خو زيان لږ تر لږ كول غواړؤ۔ ده ووئيل اسحاق ډار راروانه اونۍ بېرته راروان دے كوم به چې په اقتصادي معاملات د وزيراعظم مرسته كوي۔ ده ووئيل نواز شريف په خپله لارښود دې هغې چې كله وغواړي راتللې شي بياهم تنظيمي پروګرام د هغه په ګائيډ لائن كوؤ او هغه به كال 2023 كوم چې د ټاكنو كال دے په خپل د ټاكنو كمپائن كوي۔
که پي ټي آيي د سپريم کورټ لخوا په ټاکل شويو ځايونو کښې احتجاج ريکارډ کول غواړي نو حکومت به ورسره همکاري کوي٬ د وسله والو ډلو په صورت کښې که دوی په دولت یرغل وکړي، په هر حالت کښې به یې مخه ونیول شي ٬ د رانا ثناﺀ الله خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری