اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی)د خزانې او م??صو??ات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صنعت لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔ده دا خبره د پاكستان آئي ټي ان??سټري اېسوسي اېشن ايګزېكټو كمېټۍ غړو سره په ملاقا?? كښې وكړه ۔د پلاوي مشري د اېسوسي اېشن چيئرمېن م??مد ذوهيب خان كوله۔د ايګزېكټو كمېټۍ غړو د اېسوسي اېشن روان اقدامات او په هېواد كښې د آئي ټي صنعت ودې لپاره د حكومت لخوا د مرستې په اهميت رڼا واچوله۔د خزانې وزير د اېسوسي اېشن كردار ستائېلو سره ووئېل د هېواد اقتصادي نمو او احتراع كښې د آئي ټي صنعت ډېر استعداد لري۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د آئي ټي صنعت لپاره سازګار چاپیريال رامخې ته كولو له عزم لري او په دې اړه به ټول اقدامات باوري كولې شي۔په ملاقا?? كښې د آئي ټي په صنع?? كښې په چېلنجونو٬امكانات٬موقعو او د دې څانګې په اړه د مسئلو حل لپاره په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو