پېنډۍ ۔22جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف شهيدانو ته د هغوي په ست??و قربانيو د عقيدت پېرزينې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې پاك پوځ د هېواد تحفظ له تل ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ هارون وليم وطن لپاره د خپل ځان قرباني وركړه ، د ده دا قرباني به تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي٬ ټول قام د اقليتي ورورولۍ قربانيو ته د قدر په ست??ګه ګوري٬ مونږ ټول به په ګډه يو حقيقي فلاحي رياست جوړوؤ٬ په هېواد كښې مهذب نظام ٬ تحمل ٬ زغم او ورورو??ۍ ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په سېنټ ھالز چرچ كښې د پاك پوځ سپاهي هارون وليم وروستي رسوماتو په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم د هارون وليم كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل تېره ورځ په كے پي كے كښې په آئي اي ډي بريد كښې شهيد شويو هېواد لپاره د خپلو ځانونو ??رباني وركړه۔ ده ووئيل د پاكستان تاريخ دا ډول بلها قربانۍ لري او په دې دور كښې يۍ مثال موندلے نه شي۔ ده ووئيل په پرونۍ د افسوس وړ پېښه كښې هارون وليم وطن لپاره د خپل ژوند قرباني وركړه۔ ده ووئيل حكومت ٬ وسله وال پوځ او ټول قام قرباني ورك??ؤن??و فرزندانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د دوئي دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ وزيراعظم ووئيل پاسټر سیموئیل په خپله وېنا كښې پاكستان لپاره د قرباني ورك??ؤن??ې مسيحي ورورو??ۍ تاريخ بيان كړے دے۔ په آرمی، نېوی، ایئرفورس كښې مسيحي ورونړو په خپله وينه تاريخ رقم كړے دے۔ دا ننۍ ورځ مونږ ټولو لپاره د عبرت ده٬ په هېواد كښې ژوند ك??ؤن??و د كروړونو ??ه شمېر مسلمانانو سره اقليتي ورورولۍ هم د پاكستان خذمت كړے دے او مسيحي ورورولۍ د ژوند په بېلو څانګو كښې په زړه پورې خذمات ترسره كړي دي وزیراعظم ووئيل د زده كړو په مېدان كښې د دوئي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ما خپله په مشنري سكول كښې سبق وئيلې دې او د خپلو استاذانو ??ننه كوم۔ ده ووئيل ټول قام او د پاك پوځ سرلښكر د دوئي د قربانيو د زړه له كومي څخه اعتراف كولو له دلته راغلي دي۔ ده ووئيل زه د پاك پوځ سرلښكر ٬ د پاك پوځ جنرل آفیسر کمانډنګ، ځوانانو او سپاهيانو ته سلام كوم كومو چې هېواد لپاره قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د يو بهترين نظام لاندې د خپلو شهيدانو د كورنيو خيال ساتي۔ ده ووئيل قرآن د شهيدانو د عظمت ګواه دے چې دوئي ته مړه مه وايۍ ٬ دوئي ژوندي دي۔ وزيراعظم د هارون وليم كورنۍ سره د زړه له كومي د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ ست??سو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او ست??سو دې قربنۍ سره به ست??سو د كورنۍ نامه تر قيامته روښانه وي ولې چې تاسو د هېواد نامه روښانه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په ګډه دا هېواد عظيم جوړ كړؤ٬ د شهيدانو د وينې قربانۍ په نتيجه كښې به پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي۔ په دستوره كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منېر ٬ د وسله والو ځواكونو افسرانو ?? وفاقي وزيرانو٬ د هارون وليم كورنۍ او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔
پاك پوځ د هيواد تحفظ له ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ هيواد لپاره د هارون وليم قرباني به تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي۔ وزیراعظم شهبازشریف
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ