اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي عمران خان عدم اعتماد ناكامه كولو لپاره تر آخري ورځې د غړو اخستلو هڅې كولې٬كله چې په هارس ټريډنګ كښې ناكامه شو نو د سائفر په شا ئې سازشي بيانيه جوره كړه۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل عمران خان تېر آډيو ليك كښې د هېواد د مفاد په ضد سازش كولو سره نيولے شوے٬په نوې آډيو كښې هغه هارس ټريډنګ كوي۔شيري رحمان ووئيل په مخالفينو د اسمبلۍ د غړو د اخستلو خرڅولو تور لګونكې د خپلو پنځو غړو د اخستو دعوه كوله٬په خپل نمبر هغه خلقو ته وائي چې په صحيح او غلط كښې فرق مه كوۍ۔شيري رحمان ووئيل آډيو ليك د دې خبرې ثبوت دے چې عمران خان د عدم اعتماد آئيني عمل ناكامۍ لپاره د اپوزېشن ووټ اخستلو هڅه كوله٬د هيواد وزيراعظم ادعا كوله چې هغه پنځه غړي اخستې٬عمران خان له به اوس وئېل وي چې هغه پنځه غړي څنګه اخستلې شوي
عمران خان عدم اعتماد ناكامه كولو لپاره تر آخري ورځې د غړو اخستلو هڅې كولې۔سينيټر شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب