اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)فنانشل ايكشن ټاسك فورس د جون 13مې نه تر 17مې نېټې په برلن كښې خپلو غونډو كښې د اېف اے ټي اېف په ايكشن پلانز د پاكستان د پېشرفت جاج اخستے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي اېف اے ټي اېف د پاكستان د دواړو ايكشن پلانز(2018 او 2021)ترسره كول تسليم كړي او د يوې آن سائټ دورې اجازه يې وركړې ۔د اېف اے ټي اېف غړو د پاكستان په پېشرفت په بحث كښې برخه اخستلو سره پاكستان ته د 34 آئټمز پشمول په دواړو ايكشن پلان ترسره كولو او په خاص توګه په رېكارډ موده كښې د 2021 ايكشن پلان په زر ترسره كولو مباركي وركړی۔پاكستان د كووېډ 19 وبا پشمول د ډېرو نورو چېلنجونو باوجود د دې ايكشن پلانز په كاميابۍ سره ترسره كولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتلې دي۔د بيان له مخې پاكستان د اېف اے ټي اېف د ايكشن پلانز د نفاذ په مهال د سي اېف ټي/اے اېم اېل په ډومين كښې د ډېرو زياتو چارو احاطه كړې۔اېف اے ټي اېف سره روابط په پاكستان كښې د يو قوي سي اېف ټي(اے اېم اېل د فريم ورك د ترقۍ باعث جوړ شوي او د دې په نتيجه كښې د سباؤن چېلنجونو مخ نيوي لپاره زمونږ نظام كښې بهتري راغلې۔پاكستاني پلاوي په برلن كښې د اېف اے ټي اېف په ټولو غونډو كښې ګډون كړے۔د پلاوي مشري د خارجه چارو وزيرمملكت/د نېشنل اېف اے ټي اېف د كوآرډينېشن كمېټۍ چيئرپرسن حنا رباني كهر كړې ده
اېف اے ټي اېف د پاكستان دواړه ايكشن پلانز ترسره كېدل تسليم كړي۔د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ