اسلام آباد۔26اپرېل(اے پي پي) د حکمران جماعتونو د مشرانو په وزيراعظم محمد شهباز شريف د بشپړه اعتماد څرګندونه كولو سره د ملاتړ جاري ساتلو د عزم پخلے كړے او په رامخې ته صورتحال كښې د ټولو پرېكړو اختيار ئې وزيراعظم له وركړې٬ د اوسني حكومت د آئيني مودې په بشپړېدو په يوه ورځ په هېواد كښې د الېكشن كولو متفقه پرېكړه كړې٬ په غونډه كښې د سپريم كورټ په پرېكړه كښې وزيراعظم اکثريت د لاسه وركولو پحقله په آبزروېشن، د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار او د نورو په آډيوز كښې په هېواد كښې د مارشل لاء لګېدو د غېر جمهوري سوچ هم سخته غندنه شوې٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د حکمران جماعتونو د مشرانو د لوړې كچې غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس د شهباز شريف په مشرۍ كښې شوې چې پهكښې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن، پخواني صدر آصف علي زرداري، د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او د نورو ګوندونو مشرانو ګډون وكړو۔ د غونډې په پېل كښې د وفاقي وزير ارواښاد مفتي عبدالشکور ملي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا او كورنۍ سره د يوالي څرګندونه وشوه٬ په غونډه كښې د تهاڼه سي ټي ډي كبل سوات په پېښه كښې غمژنو كورنيو سره غمرازي كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه شوې ۔ په عٶنده كښې د ترهګرۍ خاتمې او د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره وظيفه ترسره كوٶنكو د پاك پوځ چاورراكو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شو۔ په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پي ټي آئي د شخصي اقتدار ترلاسه كولو لپاره هره حربه كارولې ده، پاك پوځ او د دې مشرتابه د بهرنيو ايجنټانو د لارې بدنام كړې شو٬ په ټولنه کښې ګډوډې او تفرقه اچولو کښې يۍ هېڅ كمې نه دې كړې٬ د دې ټولو باوجود اتحادي حكومت د خبرو دروازه بندول نه غواړي۔ ٬ پارليماني كمېټۍ د پارليمان د لارې ګنجائش پېدا كولې شي٬ د ټاكنو په يوه ورځ د ټولو موافقې له مو خپله وروستۍ هڅه كړې٬ پارليمان چې څه پرېكړه وكړي د هغې به احترام كوؤ٬ د سپريم كورټ كار ثالثي كول نه دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د اتحادي ګوندونو مشرانو ته د تېر اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې نن يو ځل بيا د اتحادي ګوندونو مشران سلا مشورې لپاره راغونډ شوي دي، د اتحادي مشرانو په غونډه كښې په تېرو وختونو كښې د هېواد په روانو حالاتو او چيلنجونو خبرې وشوې او په نتيجه كښې ئې ګامونه پورته كړې شوي۔ وزيراعظم وويل چې حالات اوس هم سخت چېلنجنګ دي، تيره ورځ د سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ ٬ كوم چې قومي اسمبلۍ قبول نه كړو او دا يوه متفقه رايې او پرېكړه وه چې مونږ د څلور درې پرېكړه منؤ ٬ د پنځه دوه يا درې دوه نه۔ په دې اړه مونږ كلك موقف خپل كړو او نن هم مونږ دا ګڼو او منؤ چې پرېكړه د څلور درې ده۔ وزيراعظم ووئيل سپريم كورټ په دې اړه خپل درې كسيزه بنچ سره معامله مخ په وړاندې بوتلل غواړي نو ځكه مونږ نن بيا يو ځايې ته راجمع شوې يؤ دغسې چې د خپلې پرېكړې پخلې وكړؤ۔ وزيراعظم ووئيل سبا هم دې بنچ الېكشن لپاره د فنډز وركولو په اړه ځواب غوښتلے دے۔ ده ووئيل دا معامله به هم لكه د تېرو مسئلو پارليمان ته ځي٬ دا زمونږ اخلاقي او سياسي فرض دے چې د پارليمان د پرېكړو احترام وكړؤ۔ ده ووئيل مونږ سپريم كورټ ته د ضامن جوړېدو يا ثالثي كولو حق نه شو وركولې دا د هغوي كار نه دے ٬ د هغوي كار د قانون او آئين له مخې پرېكړې كول دي ۔ ده ووئيل په دې اړه د اتحادي ګوندونو متفقه خبره دا ده چې ټاكنې بايد په نومبر كښې چې په كومه هم نېټه كېدې شي بايد وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په 13 اګست به د پارليمان موده ختمه شي۔ دې نه وروستو 90 ورځې كه شامل كړې شي نو د اكتوبر نومبر نېټه جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل پي ټي آئي چې زمونږ خارجه اړيكو ته څومره زيان رسولې دې د هغې تفصيلات دلته بيانولې نه شؤ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د ګډوډي فضا پېدا كولو كښې هېڅ كمې نه دې شوې٬ په ټولنه كښې تفرقه پېدا كړې شوه٬ خلق يو بل څخه متنفر كړې شول٬ استاذ شاګرد څخه ٬ سياستمدار وركرانو څخه ٬ مزدور مالك څخه ٬ تر دې چې پاك پوځ هم معاف نه كړې شو٬ په دې كښې د پي ټي آئي بهرنيو ايجنټس د ټويټ او سوشل ميډيا كارولو سره هغه ناوړه كردار ترسره كړو كوم چې سړې حېرانوي چې څومره د ذاتي انا او اقتدار لپاره د پاكستان هر مقصد قربانولې شي۔ وزيراعظم ووئيل تر كومې چې د مذاكراتو خبره ده نو په دې اړه نزدې د ټولو رايې يوه ده چې د مذكراتو لاره بايد بنده نه كړې شي خو ددې شكل به څه وي په دې به مشاورت كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل يوه رايې دا هم ده چې مونږ د قومي اسمبلۍ سپيكر د لارې هغوي ته دا خبره ورسوؤ او پارليماني كمېټي دا معامله ترسره كولې شي ٬ په پارليمان كښي پارليماني كمېټي په دې معامله كښې ګنجائش پېدا كولې شي دغسې چې اولس ته دا معلومه شي چې د اتحادي حكومتونو مشرانو په يوه ورځ د ټاكنو په كولو د ټولو متفق كولو وروستۍ هڅه وكړه او دا معامله مو د خپلې انا مسئله جوړه نه كړه۔
د حکمران جماعتونو د مشرانو غونډه، د ټولو پرېكړو واك وزيراعظم ته وركړې شو٬ د اوسني حكومت د آئيني مودې په بشپړېدو په يوه ورځ په هېواد كښې د الېكشن كولو متفقه پرېكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات