اسلام اباد۔08 مئي(اے پي پي) په اكادمي ادبيات اسلام اباد كښې د اهل قلم سره د ملاقات يوه دستوره نن د شورو په ورځ وشوه ٬ چې پكښې د پښتو ژبې پروفېسر ډاكټر سلمه شاهين ٬ د سرائېكۍ رفعت عباس ٬ د بلتي ژبې يوسف حسېن ابادي پشمول ډاكتر معين الدين عقيل ٬ منير احمد باد??ني د خ??ل ژوند او ادبي هڅو سره سره د ژبو په ??رو??ج ٬ پرمختګ او اهميت ګټورې خبرې وكړې ٬ په دې مهال د اكادمي ادبيات مشره ډاكټر نجيبه عارف پشمول يو ??مېر اهل قلم موجود وو۔ د مارګلې په لمن كښې په دې راجوړه دستوره كښې د شاعرانو او اديبانو په زاتي ژوند ٬ هلو ځلو او د قلم او لفظونو په حرمت خبرې په زړه پورې ډول وشوې ۔د دستورې په مهال د سرائېكۍ ژبې يو نظم هم په ترنم وړاندې كړے شو چې ورسره د محفل خوند رنګ يو په دوه شو۔ د دستورې په اخر كښې د اكادمي ادبيات مشرې ډاكټر نجيبه عارف د راغلو مېلمنو مننه كولو سره ووئېل ژبه زمونږ د روابط مهمه زريعه ده ٬ كه حالات هر څه وي خو شاعر اديب د مينې پېغام عام كولو لپاره خپل كردار تر سره كوي٬ دې ووئېل ټولې ژبې زمونږ خپلې دي او اكادمي د ټولو ??رو??ج لپاره هڅې كوي۔
اهل قلم سره ملاقات ٬ پروفېسر ډاكټر سلمه شاهين ٬ رفعت عباس ٬ يوسف حسېن ابادي ٬ منير احمد باديني او ډاكټر معين الدين عقيل پخپل ژوند او ادبي هڅو رڼا واچوله۔
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا