پاكستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېټۍ ته د دويمې دورانيې رپورټ وړاندې كړو


اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان حكومت په 17 ٬ 18 اکتوبر 2024 جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېتۍ په 142 مه غونډه كښې د ” شهري او سياسي حقونو په لوظنامه” (آئي سي سي پي آر) د خپلې دورانيې رپورټ وړاندې كړو۔ دا جائزه د ملګرو ملتونو په وېب ټي وي نېغ په نېغه ښودلې شوه د كومې چې اولس ٬ غړو هېوادونو او د سول سوسائټۍ تنظيمونو مشاهده وكړه۔ د پاكستاني پلاوي مشري د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان كوله۔ د جمعې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بشري حقونو كمېټۍ 18 آزاد غړو د مسائلو فهرست جاري كړے ؤ ٬ په كوم كښې چې مهمې اندېښنې شاملې وې۔ د پاكستان پلاوي د هېواد په كچه د شهري او سياسي حقونو تحفظ او پرمختګ لپاره د پورته كړو ګامونو او موجوده قوانين تفصيل وړاندې كړل كوم چې په آئي سي سي پي آر كښې د درج حقونو له مخې دي۔ دا اقدامات د پاكستان د دې عزم عكاسي كوي چې هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نظام كښې پرله پسې برخه اخلي او د هېواد په كچه د بشري حقونو تحفظ له خپل كوټلې تړون باوري كوي۔ كمېټۍ د پاكستان د مهمو هڅو ستائنه كولو سره دا اقدامات د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نظام سره پرله پسې پېوستون او بشري حقونو ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه وګرځوله۔ دا سېشن د پاكستان د نړيوالو حقونو په مكالمه كښې د فعاله ګډون او په هېواد كښې د بشري حقونو وضعې ښه كولو له د دې د عزم عكاسي كوي