اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل اټامك انرجي ايجنسي ډي جي به په 15 او 16فرورۍ د پاكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې رافیل ماریانو ګروسی ډائرېکټر جنرل انټرنېشنل اټامک انرجی ایجنسی 15 څخه تر 16 فرورۍ د پاكستان دوره كوي۔ ډی جی آئی اے ای اے به د خپلې دورې په مهال د لوړې كچې ملاقاتونه كوي او د جوهري ټېكنالوجۍ بېلو ادارو دورې به كوي۔ د بيان له مخې دا دوره به پاكستان او آئی اے ای اے ته د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره د جوهری ټېکنالوجۍ په سوليز ډول د كارولو په برخه كښی د روانې همكارۍ لا مستحكمولو موقعه وركړي۔ پاكستان كال 1957 څخه د ايجنسۍ مؤسس دے او آئي اے اي اے سره له اوږدې مودې څخه ګټوره مرسته كوي۔
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ