د قام د شهيدانو سپكاوي كوؤنكو سره به څوك هم خبره نه كوي ٬ د مئي نهمه نيټه يوازې د پاك پوځ نه بلكې د ټول اولس مقدمه ده ٬ د پاك پوځ وياند ميجر جنرال احمد شريف


پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال احمد شريف وئيلي دي چې د مئي نهمه نيټه يوازې د پاكستان د پوځ مقدمه نه ده ٬ د ټول پاكستاني اولس مقدمه ده٬ كه يو سياسي سوچ٬ لارښود يا ټولګې پخپل پوځ بريد كوي٬ د قام د شهيدانو سپكاوې كوي نو ھغوي سره به هېڅوك خبرې نه كوي٬ د مئي د نهمې نيټې په پېښه كښې ككړو او تورنو ته به سزا وركولې كېږي٬ په سزا او جزا باور لرونكو له ضروري ده چې د مئي د نهمې نيټې تورنو ته د قانون او انصاف له مخې زر تر زره سزا وركړې شي،
جوډيشل کميشن خو په هغه كېس جوړېږي چې پكښې ابهام وي٬ دا پېښې خو د ټولو په وړاندې دي۔ د آئي اېس پي آر په ډائرېكټورېټ كښې د پرېس كنفرنس په مهال خپله وېنا كښې د پاك پوځ وياند مېجر جنرال احمد شريف ووئيل په منطقه كښې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو اهم كردار د پاكستان دې، پاکستان به د ترهګرۍ د نېټ ورك په ختمولو كښې هېڅ كمې نه كوي٬ د ترهګرو په ضد به تر هر ممكن حد ځو٬ د ترهګرۍ د لعنت خاتمې لپاره چمتؤ يو٬ د پاكستاني ځواكونو وړومبۍ ترجيح په هېواد كښې امن په ځايې كول دي٬ مونږ د ترهګرو او د دوي د سهولت كارو خاتمه كوٶ، پاكستان د ترهګرۍ په ضد اوږد جنګ كړې او كوي۔ ده ووئيل 5 لكه 63 زره نه زيات افغان كډوال بېرته تللې دي٬ خو د لكهونو په شمېر افغان وګړي اوس هم پاكستان كښې موجود دي چې په سبب ئې د هېواد په معيشت بوجھ پرېوتې او د امن صورتحال خراب شوې ٬ په بلوچستان كښې ترهګر د امن او امان صورتحال خرابوي٬ د پاكستان ځواكونه د ترهګرو په وړاندې لكه د غر ولاړ دي۔ د پاك پوځ وياند ووئيل په شمالي وزيرستان پوسته د ترهګرو په بريد كښې يو ځوان شهيد شوے٬ د ترهګرو ناكامه كاروايۍ ثبوت دے چې امنيتي ځواكونه د ترهګرو عزائم ناكامه كوي، د مارچ په 26مه نيټه يوه ناوړه پېښه رامخې ته شوه٬ چې پكښې افغان وګړي ككړ ٶ٬ د داسو بند د بريد منصوبه بندي په افغانستان كښې شوې ده٬ د داسو بند ځانمرګي بريد كوٶنكې افغان وګړې ٶ٬ په اوسنيو بريدونو كښې افغان ترهګر ملوث دي، ترهګر انصاف سره مخ كولو لپاره اقدامات كوٶ۔ د پوځ سرلښكر وئيلي دي چې په پاكستان كښې ترهګرو لپاره هېڅ ځائ نشته۔ ده ووئيل افغان خاوره كارولو سره ټي ټي پي كارروايۍ كوي٬ پاكستان د افغان لنډمهاله حكومت په هره كچه مرسته كړې خو ھغوي تر اوسه خپل لوظونه عملي كړې نه دي ٬ كوټلې شواهد لرؤ چې د ټي ټي پي ترهګر افغان خاوره كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د پاك پوځ وياند مېجر جنرال احمد شريف ووئيل چې د مئي نهمه نيټه يوازې د پاكستان د پوځ مقدمه نه ده٬ دا د ټول پاكستاني اولس مقدمه ده٬ چې په يو هېواد كښې په پوځ بريد وكړے شي٬ د شهيدانو د يادګارونو سپكاوې وكړې شي٬ د موسئس كور وسوځولې شي٬ په اولس او پوځ كښې كركه پېدا كړې شي٬ دې كښې ككړ او سهولت كار كه انصاف سره مخ نه كړې شي٬ چې په يو هېواد كښې داسې وشي نو د انصاف نظام ته ګوته نيولې كيږي۔ ده ووئيل پاکستان د جزا او سزا په نظام باور لري٬ د مئي د نهمې نيټې ټولو كردارونو ته به د آئين له مخې سزا وركولې شي٬ مونږ دغه هر څه پخپلو سترګو ليدلي دي٬ مونږ دا هم ليدلي دي چې څنګه د خلقو ذهن سازي شوې٬ د ځواكونو٬ اېجنسو او ادارو په ضد د خلقو ذهن جوړ شوې٬ مونږ ليدلي چې څنګه سياسي مشرانو په ګوته ښودل چې دلته بريد وكړئ٬ مونږ وليدل چې يوازې په پوځي تنصياباتو بريدونه شوي٬ كله چې دا شواهد او ټول څيزونه رامخې ته شول نو تاسو د اولس غصه او ردعمل هم وليدلو، تاسو وليدل چې څنګه دغه ټولګې په شا شو او بيا ئې پروپېګنډا پېل كړه چې دا فالس فلېګ اپرېشن ٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا وئيلې شي چې جوډيشل کميشن دې جوړ كړے شي، جوډيشل کميشن خو په ھغه څيز جوړېږي چې پكښې ابهام وي٬ دا پېښې خو په تاريخ موجود دي او ستاسو په وړاندې بالكل ښكاره دي٬ دا هم ښكاره ده چې څنګه ذهن سازي شوې٬ څنګه هدفونه په نښه كړې شوي٬ په دې هم ووئيل شول چې جوډيشل کميشن جوړ كړئ چې معلومه شي چې دا بريد شوې دې يا نا٬ مونږ كمېشن لپاره چمتو يو خو كمېشن به بشپړه تحقيقات كوي٬ كمېشن دې دا هم احاطه وكړي چې د كال 2014 د دهرنې مقاصد څه ٶ؟ په پارلمان او پي ټي وي د بريد دې هم احاطه وكړې شي چے څنګه اولس ته ترغيب وركړے شو چې د رياست په ضد ودرېږي٬ سول نافرماني وكړي، د برېښنا بلونه وسوځوي، څنګه په كال 2016 كښې د خېبرپښتونخوا د وسائلو د لارې په پايه تخت بريد وكړے شو٬ جوډيشل كمېشن دې د دې خبرې هم احاطه وكړي٬ ھغوي دې دا هم وګوري چې څنګه آئي اېم اېف ته چيټۍ وليكلے شوې٬ لابنګ وكړے شو٬ چې هېواد دې ديواليه كړې شي پېسې دې ورنه كړې شي، كمېشن دې احاطه وكړي چې د كوم ځايه فنډنګ راځي٬ كوم خوا ځي، كوم خلق ٶ چې په سوشل ميډيا ئې د ادارو په ضد كركه خپروله، مونږ د دې څيزونو احاطه ونه كړه نو د مئي 9مې نيټې پېښې خو به رامخې ته كېدې۔ ده ووئيل د 9 مئي اصل حقيقت دا دې چې سياسي ټولګې تر ډې حد رارسېدلے دے٬
دوي پخپل پوځ او ادارو بريد كړې٬ دپاكستان شعور لرونكې اولس د مئي په 9مه نېټه ودرېدل ٬ د دې دروغژن ټولګي څخه وروستو شول٬ دوي د دې ټولګي نفي وكړه او غندنه يۍ وكړه۔ كله چې ئې اولسي ردعمل وليد نو دوېم دروغ فالس فلېګ اپرېشن ئې رامخې ته كړو چې مونږ خو خپله مظلوم يؤ، ده ووئيل د دې خبرې اجازه نشي وركولې كېدې چې دا اولس دومره بې وقوف وګڼلې شي٬ كه د 9 مئۍ ككړ كردارونو ته د قانون له مخې سزا ورنه كړې شي نو بيا به د چا ځان٬ مال او عزت محفوظ نه وي، په جزا او سزا باور كولو لپاره ضروري ده چې د مئي د 9مې نيټې تورونو ته د قانون او آئين له مخې سزا وركړې شي او زر تر زره وركړې شي۔ مېجر جنرال احمد شريف ووئيل د پاكستان پوځ يو قامي پوځ دې ٬ په دې كښې د ټول مكتبه فكر خلق موجود دي ٬ په دې كښې د هر رنګ او نسل خلق شته٬ د دوي كوم سياسي سوچ نه وي، مونږ په پارلماني جمهوري نظام كښې يؤ٬ د وخت حكومت سره د پوځ يو غېر سياسي خو آئيني او قانون تعلق وي٬ مونږ لپاره ټول سياسي سوچونه٬ ګوندونه او لارښود د احترام وړ دي، كه يو سياسي سوچ٬ ليډر يا ټولګې پخپل پوځ بريد كوٶنكې شي ٬ د اولس او پوځ ترمېنځه كركه او خليج پېدا كړي٬ د قام د شهيدانو سپكاوې وكړي، د پوځ په ضد پروپېګنډا وكړي نو دوي سره به هېڅ خبره نه كېږي٬ داسې سياسي روانكاره ټولګي لپاره يوه لاره ده٬ چې د قام په وړاندې د زړه د خلاصه معافي وغواړي٬ لوظ وكړي چې د كركې په ځايې به په تعميري سياست كښې برخه اخلي او دغسې خبرې اترې د سياسي ګوندونو ترمېنځه ښكلا ده په دې كښې د پوځ يا ادارې شاملېدل مناسب نه دي۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب

متعلقہ مضامین