اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پټروليم وزير مملکت مصدق ملك وئيلي دي عمران خان د 190 مېليونه پاٶنډ كرپشن كړے٬ قامي املاك او په حساس تنصيبات بريد كوٶنكو ته ضمانتونه څنګه وركړے كېږي؟ د نظريه ضرورت له مخې عمران خان ته ضمانتونه وركړے كېږي نو د وړو مجرمانو څه قصور دے، د جسټس منير، ذوالفقار علي بھټ او د ميا نواز شريف كېسونو غوندې د نظريه ضرورت تاريخ مه تازه كوې٬ كه د رياست عملداري قائم پاتې نشي نو تباهي به خپره شي او څوك به د چا نه محفوظ پاتې نشي، د ترهګرۍ په مسئله به هېڅ رعايت نه كېږي٬ په هېواد كښې د ګاز پانګې په كمېدو دي٬ د روسيه د پټروليم مصنوعاتو درآمد سره به د پټروليم بيعې ټيټې شي ٬ د لس نه تر 14 اربه ډالرو به نوې ريفائيري جوړٶ۔ د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د برتانيه د اكنامك كرائم اېكټ له مخئ د غلا پېسه٬ بلېك مني او داسې آمدن چي حساب ئې ورنه كړے شي نو پېسه ھغه حكومت ته وركړې كېږي چرته نه چې راغلې وې، هم د دغه قانون له مخې د ملك رياض 190 مېليون پاٶنډ نېشنل كرائم اېجنسۍ نيولې وو او دا پېسه د پاكستان په خزانه كښې جمع كول پكار ٶه خو دا پېسه د وخت صادق او امين بېرته د ملك رياض په اكاٶنټ كښې جمع كړې ٬ ده ووئېل د رياست مدينه دعوېدارو حقائق پټول، ملك رياض څخه 400 کناله زمكه د خپلې كورودانې په نامه ټرسټ لپاره ترلاسه كړې شوې۔ مصدق ملك ووئيل په حساس تنصيبات بريد كښې چې په ورانكارو كومه مقدمه جوړېږي جوړېدل پكار دي او په كوم كوم عدالت كښې چې كوم كوم قانون لاګو كېږي لاګو كېدل پكار دي او انصاف پكار دے او هيڅ چا ته په حساس تنصيبات د بريد اجازه نشو وركړے كېدے۔ د يوې پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل كله چې په نړيواله كچه د تېلو بيعه ټيټېږي نو اولس ته ريليف وركړے كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بې وزله مصرف كوونكو ته په پټروليم مصنوعات د سبسډي وركولو سكيم ښه ٶ٬ غريب ته سهولت وركول او د امير نه پېسې اخستو كښې هېڅ باق نشته٬ په دې لړ كښې په وقتي توګه عملدرآمد بند كړے شوے ٬ خو په سكيم به ټول شراكتدار مطمئن كوٶ
زمونږ د آئي اېم اېف سره ټول پروګرام د يو ارب ډالر دے او عمران خان د 190 مېليونه پاٶنډ كرپشن كړے۔ وزير مملکت مصدق ملك
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین