اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي مريم صفدر ??رو?? وائي ٬ هغه ريښتيا نه پېژني۔ حكومت د نيا هاؤسنګ سكيم ترسېوري لاندې 75 سوه كورونه مستحقينو ته وركړ?? دي او كه مريم صفدر غواړي نو حكومت هغې ته هم د دې سكيم له مخې د درې كوټو كور وركولے شي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل د نیا پاکستان هاؤسنګ ترسېوري لاندې د هېواد بېلو ښارونو كښې كم آمدن لرونكو وګړو له د كورونو په جوړولو كار پېل شوے دے۔ د درې اربه روپو په مصرف تيار كړ?? شوي 7500 ??ورونه مستحقينو ته وركړ?? شوي دي او په يو كال كښې 35 كروړه روپۍ بېرته جمع كړ?? شوي هم دي۔ كومو كسانو ته چې كورونه وركړ?? شوي دي هغوي په ميډيا تصديق هم كړې۔ هغه ووئيل وزيراعظم دې منصوبې له اول 5 ارب روپۍ اېښې وې ولې حكومت به د دې دائره لا پراخاه كولو له دې لپاره د 10 نه 15 ارپه روپو فنډز بېلوي۔ هغه ووئيل حكومت په سپېځلو ټاكنو باور لري ځكه وزيراعظم د سېنېټ ټاكنې ښكاره كول غواړي۔ هغه ووئيل پیپلز پارټی او ن لیګ پخوا په ميثاق جمهوريت كښې دې ته سلا شوي وو چې ټاكنې دې ښكاره وي ولې اوس دواړه ګوندونو تېښته كوي۔
مريم صفدر دروغ وائي ٬ هغه ريښتيا نه پېژني۔ كه مريم صفدر غواړي نو حكومت هغې ته هم د درې كوټو يو كور وركولے شي۔ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج