كراچۍ 11 نومبر (اے پي پي) د سندھ نوي ګورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔ په ګورنر هاؤس كراچۍ كښې په يوه دستوره كښې جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د سندھ د 31م ګورنر په توګه سوګند پورته كړو۔ د دستورې انتظاماتو مشري د سندھ ??يف سېكتر محمد صديق مېمن وكړه۔ د نجي ټي وي چينل له مخې د سوګند پورته كولو دستوره د جمعې په سهار ګورنر هاؤس كراچۍ كښې وشوه۔ په دستوره كښې د سندھ وزيراعلٰی مرا?? علي شاه٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني٬پخوانې ګورنر معين الدين حېدر٬صوبائي محتسب اسد اشرف ملك٬د نېب دوهم ډائرېكټر سراج النعيم٬صوبائي وزيرانو٬سېكترانو او د وسله والو ځواكونو استازو پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ د دې څخه وروستو د سندھ ??ورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي سره د سندھ وزيراعلٰی سيد مرا?? علي شاه ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو او د سندھ ??ورنر ته يې مباركي وركړه۔ د سندھ ??ورن?? د ??ندھ وزيراعلٰی مننه كولو سره ووئيل چې صوبه كښې د مسئلو حل لپاره به د ګورنر سېكريټرېټ او وزيراعلٰی هاؤس ترمينځه شريك مشاورت او مرسته روانه ساتو
د سندھ ګورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د چوكۍ سوګند پورته كړو
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس