اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د اسلام آباد نوې هوائي ميدان دوره وكړه او په هوائي مېدان د روغتيا وزارت اد??رې سينټرل هېلت اسټېبلشمنټ له مخې وركړې شوې آسانيو جاج ئې واخست٬ده په خاص تو??ه د حج په مهال حاجيانو له د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔وفاقي وزير د وزيراعظم لخوا حاجيانو له په ډيپارچر اميګرېشن كليئر كېدو كښې د هېلت ډيپارټمنټ لخوا د انتظاماتو هم جاج واخست۔د دورې پھ مهال وفاقي وزي?? ووئيل چې پاكستان د نړۍ د 198 ??ېوادونو پشان ډبليو اېچ او انټرنېشنل هېلت ريګولېشن 2005 عملدرآمد باوري كولو لپاره كوټلې اقدامات كوي۔په هوائي مېدان به د پوليو ويكسينېشن نظام باوري كولې كېږي۔د روغتيا وزي?? ووئيل چې د هېلت وزارت په څلورو لويو هوائي مېدانونو اسلام آباد٬كراچۍ٬لاهور او پیښور هوائي مېدانونو تهرموسكين لګولې دې٬د دې اقداماتو سره په هوائي مېدان اولس د ګڼ شمېر رنزونو څخه بچ كېدې شي۔د روغتيا وفاقي وزي?? ووئيل چې پھ هېوائي مېدان به مېډيكل آسانۍ اپ ګرېډ كولې شي۔په نړيوالو پولو ګڼ شمېر رنزونو مخنيوي لپاره پاكستان چين سره په اېم او يو لاس ليك كړې كوم سره به چې په نړيوالو پولو د رنزونو مخنيوي كښې مرسته وشي۔ده ووئيل چې ګڼ شمېر رنزونو مخنيوې لپاره د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو د سكريننګ نظام هم ښه كېږي او ډېر زر به سنټرل هېلت اسټېبلشمنټ وېب پاڼه لانچ كړی شي چرته به چې نړيوال مسافر د مزل په اړه معلومات ترلاسه كولې شي
د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د اسلام آباد نوې هوائي ميدان دوره
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania