اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره پخواني صدر آصف علي زرداري او چیئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان پیپلز پارټي پلاوي ملاقات کړے او هغه له ئې د وزیراعظم په منصب سنبھالولو مباركي وركړې او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيبان له مخې وزیراعظم سره ملاقات کوونكو د پاکستان پیپلز پارټي پلاوي كښې د سندھ وزیراعلیٰ مراد علی شاه هم شامل ؤ۔په دې موقع سینیټر اسحاق ډار، سینیټر اعظم نذیر تارړ او د پنجاب پخوانې نګران وزیر اعلیٰ سید محسن نقوی هم موجو وؤ۔پلاوي وزیراعظم له په منصب سنبھالولو مباركي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ آصف علي زرداري وزیراعظم له باور وركړو چې پاکستان پیپلز پارټي به د پاکستان معاشي استحکام او پرمختګ لپاره د حکومت سره ولاړه وي۔په دې موقع وزیراعظم محمد شهبازشریف ووئيل د لوئې څښتن شكر ٬ د مشرانو او اولس مننه كوم چا چې يو ځل بيا په ما باور كولو سره د پاكستان د خذمت کولو موقع راكړه۔ ده ووئېل خادم پاکستان منتخب کيدو لپاره په ایوان كښې د خپلو اتحادي ګوندونو په باور كولو مننه كوم۔ده ووئيل په محنت سره د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره شپه ورځ چمتو او لوظي يم
وزیراعظم محمد شهباز شریف سره آصف علي زرداري او د بلاول بھټو زرداری په مشرۍ كښې د پاکستان پیپلز پارټي پلاوي ملاقات، وزيراعظم ته په منصب سنبھالولو مباركي
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha