اسلام آباد 29مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي حكومت 25 كهربه روپۍ رېكارډ پرمختيائي بجټ وړاندې كړی دې ٬د توان٬بنيادي اډانې او د بشري وسيلو پرمختګ درېو ترجيحي څانګو لپاره زيات فنډ بېل كړی شوې دې ٬د امريكا پا??ست??ن نالج كورېډور له مخې په راتلونكو لسو كلونو كښې به لس زره زده كوونكي د پي اېچ ډي لپاره امريكب ته لېږلې شي٬د سي پېك په پروژه 80 اربه روپۍ خرڅ كولې شي??د ګل په ورځ سېنېټ كښې مالي كال 17-2016 سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام په اړه پالېسۍ بيان وركولو كښې احسن اقبال ووئيل پي اېس ډي پي د بجټ مهم جز وي كومې سره چې حكومت خپله پرمختيائي ايجنډا وړاندې بوځي٬پخوا به د پرمختيائي ايجنډې د لارې ځينې منصوبې پېل كولې شوې كومو لپاره به چې مطلوبه فنډ نه ترلاسه كېدو۔ده ووئيل د توان بحران او بنيادي اډهاڼې پرمختګ كښې خنډان رامخې ته كېدل٬مونږ وژن 2025 جوړ كړو او په دې اړه ټولو صوبائي حكومتونو سره مشاورت شوې۔ ده ووئېل د تېرو څلورو كلونو راهسې د دريو لويو ترجيحي څانګو لپاره فنډز وركولو ته زياته پام لرنه شوې۔ده ووئيل 2010 كښې ځينې څانګې صوبو ته منتقل كړي شوي خو وفاقي حكومت د صوبو مرسته هم كوي۔قامي بنيادي اډهاڼې پرمختګ د وفاقي حكومت ذمه واري ده۔ده ووئيل د 14 اربه ډالره ديامر بهاشا بند رغونې سره به ټول هېواد ته ګټھ ورسي۔د داسو بند په رغونې به هم 1 ارب ډالره خرڅ كولې شي او د دې ګټه به ټول هېواد ته رسي ۔ده ووئيل د پي اېس ډي پي دائره سيمه ايزه يا صوبائي نه بلكې د ټول هېواد لپاره وي۔د پا??ست??ن په تاريخ كښې په وړومبي ځل 10 كهربه روپو څخه زيات پي اېس ډي پي پروګرام راجوړ شوې۔دا د 300 اربه روپو څخه تر 10 كهربه روپو زيات شوې۔ده ووئيل د صوبو بجټ د 1100 اربه روپو څخه زيات دے٬د ټېكس وصولۍ زياتوالي له امله د صوبو كلن پرمختيائي پروګرامونه هم زيات شوي۔ده ووئيل 90 فيصده فنډز د روانو پرمختيائي پروژو لپاره بېل كړی شوې ۔احشن اقبال ووئيل 411 اربه روپۍ د بنيادي اډهانې او 400 ارب روپۍ د توان څانګې لپاره بېل كړی شوي ۔ده ووئيل په تېرو 14 كلونو كښې د توان او بنيادي اډهانې پرمختګ له سرمايه كاري نه ده شوې۔ده ووئيل مونږ د لوړو زده كړو بجټ 12 اربه روپۍ څخه 35 نيم اربه روپو ته رسولې ۔د دې مقصد دا دے چې ځوان كل ته د تعليم لپاره زيات وسائل وركری شي?? ده ووئېل بجټ كښې د ځوانانو لپاره ډېر پروګرامونو د پېل كولو تجويز وركړې شوې۔راتلونكو دوه كلونو كښې به د پا??ست??ن داسې كومه ضلع نه وي په كومه كښې به چې د پوهنتون ذيلي كېمپس نه وي۔ده ووئيل د امريكا پا??ست??ن نالج كورېډور له مخې په راتلونكو لسو كلونو كښې لس زره زده كونكي د پي اېچ ډي لپاره امريكې ته لېږلې شي۔ده ده ووئيل د ډېره اسماعيل خان نه تر پارك پروژه به كال 2018 كښې بشپړه كړی شي??وفاقې وزير ووئيل كراچۍ كښې به د وفاقي حكومت په 24 اربه روپۍ ميټروبس پروژه بشپړه كړې شي٬د كراچۍ آبادۍ له د اوبو په رسنه كښې هم وفاقي حكومت 12 نيم اربه روپۍ وركوي٬ ده ووئېل سږ كال دې لپاره په بجټ كښې 9 اربه روپۍ اېښودې شوي۔ده ووئيل د بلوچستان مخصوص حالاتو تر مخه د اوبو پروژو لپاره 17 اربه روپۍ بېلې كړی شوي۔د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او فاټا لپاره هم د اېن اېف سي برخو لپاره وزيراعظم اعلٰی وزير ته خواست كړی۔مونږ د آزاد كشمير لپاره بېل كړی شوې فنډ 12 اربه نه تر 22 اربه كړی??د ګلګت بلتستان لپاره فنډز 10 ارب روپۍ نه 15 اربه روپۍ كړی۔ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې به مېډيكل كالج هم جوړولې شي۔ده ووئيل فاټا لپاره په ګرانټ كښې دوه نيم اربه روپۍ زياتې كړی شوي۔ده ووئيل د بې كوره شويو كسانو بحالۍ لپاره 90اربه روپۍ خرڅ كولې شي او دې سره به په وړو صوبو كښې د شراكتداري احساس پېدا شي
حكومت 25 كهربه روپۍ رېكارډ پرمختيائي بجټ وړاندې كړی٬د توان٬بنيادي اډاڼې او د بشري وسيلو پرمختګ څانګو لپاره زيات فنډ بېل كړی شوې
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ